کراچۍ کښې امنیتي ادارو د کالعدم تنظیم یو تن نیولې چې په ترهګریز بریدونو کښې ککړ وو
باغی ټي وي رپورټ
امنیتي ادارو اقدام وکړ او هغه اصلي شکمن کس یې ونیولو چې د سپتمبر په ۲۸ مه یې د کراچۍ په صدر سیمه کې د غاښونو په یوه کلینک باندې ډزې کړې وې.
دسرچينو ترمخه نيول شوي ملزمان کلينيک ته ننوتلي وؤ اؤ ډزې يې کړي دي چې پکې يو تن وژل شوى اؤ دوه ژوبل شوي دي، ملزم په قائد اباد سيمه کې پټ شوى ؤ.
دسرچينو له مخې دترهه گرۍ دمخنيوي دنده د SRA د کمانډ لخوا ورکړل شوې وه.
سرچينې دعوه کوي چې د نيول شوي ملزم تعلق کالعدم تنظيم سره دى، د ملزمانو قبضې نه په پيښه کښې استعمال شوې تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
دا خبره د یادونې ده چې څرګنده شوې ده چې ترهګر د کراچۍ په صدر سيمه کې د چين د غاښونو په کلينک د ډزو په پېښه کې د چا سره په تماس کې وو.
د پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې، تورن ۳۲ کلن، ۵ فوټه ۸ انچه قد او ږیره یې نازکه ده، د ماسپښین په ۳:۵۴ دقیقو د صدر کلينيک ته ورغی او د مازدیګر تر ۴:۰۶ بجو پورې یې پورته او ښکته روان و.
پولیس وايي، شکمن کس د مازدیګر په ۰۴:۰۷ دقیقو د غاښونو کلینیک ته ننوت او دوه دقیقې وروسته یې هغه بهر اووت چې په کیمره کښې ی مخ ښکار شو.
نورې لیکنې
هند کښې هندي انتها خوښو په یو جومات پر نمونځ ادا کوونکو مسلمانان باندې برید کړې دې
زه د پاکستان ګوډاګې وزیراعظم جوړیدل نه غواړم، که بیا داسې حکومت راکړل شی نو قبول به ی نه کړم: عمران
وزیراعظم شهباز شریف ا ازبکستان صدر شوکت مرزوف سره ولیدل، په مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې