نن د روان زېږديز کال د جولای مياشتې ۳۰مه چې د لېږديز لمريز کال د زمري مياشتې له ۸مې نېټې سره سمون خوري د وتلي او نوموتي غزلبول شاعر پير محمد کاروان په نامه نومول شوې ده.
دغه ورځ په کابل کې د يو شمېر پښتنو ليکوالانو، شاعرانو او فعالينو لخوا د افغانستان د دغې سترې ادبي هستۍ په نامه ونومول شوه.
ليکوال او فعالين د دې کار موخه د پښتو ژبې د غنامندۍ په موخه د هغو کسانو د هڅو درناوی بولي چې خپل ټول عمر يې د پښتو ژبې ودې او پرمختګ ته وقف کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان دننه او بهر دغه ګام د پښتو ادب فعالينو او لارويانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړي کمال ناصر اصولي دغه ګام ستايلی او له ټولو افغانانو يې مننه کړې چې د يو افغان ژوند د هغه په ژوندون لمانځي.
ښاغلي اصولي په خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي:
زه کاروان صېب د يو ستر انسان، د افغانانو د هيلو ترجمان او د پښتو د ادب د يو بې ساري استاد او لاروي په توګه پېژنم.
په امريکا کې مېشت افغان خبريال او فعال جعفر هاند په دې تړاو ويلي، هر چا چې دا کار کړی او يا يې نور هڅولي وي چې ويې کړي، کور يې ودان.
ښاغلي هاند په خپل فېسبوک ليکلي:
کاروان صېب زموږ د عصر د پښتو ژبې يو بې جوړې شاعر دی او شاعري يې انسان د انسان پېژندنې، طبعيت پېژندنې، ښکلا، مينې، عاطفې، احساس او وطنپالنې يوې بلې نړۍ ته بیايي او په ډېرو مسايلو باندې فکر کولو ته يې اړ باسي.
بهر مېشتي افغان ليکوال استاد عطا محمد مياخېل د پير محمد کاروان په اړه باغي پښتو ټلويزيون ته داسې وويل:
((ښاغلی کاروان د پښتو په اوسنيو شاعرانو کې هغه شاعر دی چې د افغانستان اوږده غميزه يې تر بل هر شاعر په ډېر ژور او هنري انداز په خپله شاعري کې انځور کړې او شاعري يې له خپل ولس او خاورې سره د مينې له خوږمنو احساساتو ډکه ده. د کاروان شاعري د اوبو غوندې روانه شاعري ده چې شاړې ځمکې خړوبوي، د ښايست زړي پکې شيندي او د مينې د فصلونو نندارې ته دې وربولي)).
پير محمد کاروان د نور محمد زوی دی او د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی.
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولگي سر ته رسولي دي. د ښوونځي د درسونو ترڅنگ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يو څو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.
دا چې پير محمد کاروان څنګه شعر ته مخه کړه او په دې برخه کې يې اصلي مشوقين څوک ؤ، د دې پوښتنې ځواب يې له يوې سيمه ييزې رسنۍ سره داسې شريک کړی دی:
(( شاعري له ماشومتوبه راسره ملګرې شوې ده. په ماشومتوب کې چې لږ لږ په لیک لوست وپوهېدم، کتابونو خوند راکاوه. پر نکلونو او کیسو مین وم، د پښتو فولکلوریکې کیسې، د ښاپېریانو کیسې د لیلا مجنون کیسه دا ټولې مې په مینه اورېدې، او ډېرې مې یادې وې.
کله چې په لیک لوست کې لږ ښه شوم، د کیسو او شعرونو کتابونه مې ویل. دینې کتابونه مې ویل او له دینې کتابونو سره د سعدي صاحب ګلستان، پنج ګنج او د پښتو رشید بیان نومی کتاب چې د لمانځه او دیني مسلې په کې نظم شوې وې، دې ټولو به خوند راکاوه. د شعر په نوم به مې ځینې موزونې جملې لیکلې.
که رښتیا درته ووایم، کوم خاص مشوق مې نه درلود. بس د ښاپېریانو کیسې، د کلي فضاء، له ستورو ډک آسمان، د سپوږمۍ شپه د لمر غروب، لنډه دا چې د فطرت دا زرغون او غوړېدلی کتاب دا درست مې د شعر مشوقین دي)).
غزل
زه چې لېونی شم، بیابان شې راته تهٔ
روغ چې شم، تڼۍ مې د ګرېوان شې راته تهٔ
زهٔ چې یا خمار شم یا له تندې شم رنځور
جام راوړې، ساقي مې شې، لقمان شې راته تهٔ
ټکندې غرمې چې شي راټولې راپسې
راشې، په شېبو شېبو باران شې راته تهٔ
شپه شي او توپان کړي رانه بله ډېوه مړه
جار دې شم، د ستورو ډک اسمان شې راته تهٔ
ما سره په رخه، په کینه چې شي یاران
پیر مې شې، پاچا مې شې، جانان شې راته تهٔ
کله چې وطن شي راته ټول کفار کفار
مینه مې شې، لمونځ مې شې، اذان شې راته تهٔ
راچې شي لېمو ته دوه د اوښکو لاروي
وخاندې، د سرو ګلو کاروان شې راته تهٔ