د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې، اروپايي هېوادونه افغان کډوالو سره توپیري چلند کوي

راټ پرون په همدې اړه يوې پر ليکه غونډې ته د وينا پر مهال ځينې هېوادونه پر اسلام ستيزۍ او نژادي توپيرپالنه تورن کړل. هغه وويل، په ميليونونو اوکرايني کډوال په اروپايي هېوادونو ور ننوتل خو په هيڅ اروپايي هېواد کې ورته کمپونه ونه لګول شول، بلکې ټول په کورونو کې مېشت شول خو افغان کډوالو ته بيا دا ډول هرکلی ونه شو.
(2022 / 7 / 30 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، لويديځ په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونه له افغان کډوالو سره توپيري چلند کوي.
د دغه سازمان اجرائيه رييس کينيټ راټ وايي، اروپايي هېوادونه په ځانګړي ډول اوکرايني کډوالو ته پر افغان کډوالو لومړيتوب ورکوي.
راټ پرون په همدې اړه يوې پر ليکه غونډې ته د وينا پر مهال ځينې هېوادونه پر اسلام ستيزۍ او نژادي توپيرپالنه تورن کړل. هغه وويل، په ميليونونو اوکرايني کډوال په اروپايي هېوادونو ور ننوتل خو په هيڅ اروپايي هېواد کې ورته کمپونه ونه لګول شول، بلکې ټول په کورونو کې مېشت شول خو افغان کډوالو ته بيا دا ډول هرکلی ونه شو.
هغه وويل پر افغانانو سربېره د سوريې، اريتريا، سوډان او نورو اسلامي هېوادونو له کډوالو سره هم ورته چلند وشو چې دې ته د اسلام ستيزۍ او نژادي توپيرپالنې پرته بل نوم نه شي ورکول کېدای.