هوا پېژندنې ادارې په ۱۴ ولايتونو کې د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړ

0
121

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړ.

دغې ادارې نن (شنبه، د زمري ۸مه نېټه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نن ورځې ترپايه او سبا به بدخشان، کنړ، لغمان، نورستان، ننګرهار، کابل، ميدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لوګر، پکتيا، خوست او پکتیکا ولايتونو کې د بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل موجود دی.

 ا.ا پر نړۍواله ټولته غږ کړی چې د افغانستان سېلاب ّځپلو سره مرستې وکړي 

يادې ادارې په دغو ولايتونو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.

هوا پېژندنې اداره داسې مهال دغه خبر ورکوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله په تېرو نږدې ورځو کې هم ګڼ شمېر ولايتونو کې درانه زيانونه خلکو ته واوښتل.

Leave a reply