د پي تي آیی واثق قیوم بلامقابله د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپیکر وټاکل شو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) امیدوار واثق قیوم د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر په توګه بلا مقابله وټاکل شو.
تيره شپه د ډپټي سپيکر دوست محمد مزاري په ضد د عدم اعتماد تحريک کامياب شو چې له وجې ئي د ډپټي سپيکر څوکۍ خالي شوه۔
پي ټي آئي د ډپټي سپيکر لپاره واثق قيوم عباسي نومولې وو او هغه د نامزدګي کاغذونه جمع کړي وو ولي اوس هغه د پنجاب اسمبلئ ډپټي سپيکر منتخب شوے دے۔
د پي ټي ائي مشر راجا بشارت وويل چې اپوزيشن د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه کړي خو د مازيګر تر پنځو بجو پورې څوک کاغذونه جمع کولو ته نه دي راغلي چې له دې وروسته د اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا د واثق قيوم د بريا اعلان شو.
ياده دې وي چې اپوزيشن ګوندونو علي حيدر ګيلاني د پنجاب اسمبلۍ لپاره کانديد کړي وو.






