پي ټي آیی د ټاکنو کمیشن مشر پر ضد عدالتي ریفرنس جمع کولو پریکړه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا خلاف د عدالتي ريفرنس جمع کولو پریکړه کړي ده۔
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د پارټۍ مشرانو غونډه شوې چې پکښې فواد چوهدري، فرخ حبيب، بابر اعوان او نورو ګډون کړي وو۔
دسرچينو ترمخه په غونډه کې دپي ټي ائي منع کړل شوي فنډز کېس کې دالیکشن کميشن کردار وڅيړل شو، په غونډه کې د چيف اليکشن کمشنر په اړه د ريفرنس دائرولو اتفاق شو.
سرچينې وايي په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په صوبايي حکومتونو کې به هم د اليکشن کميشن په ضد کارروائي کيږي، دوه صوبائي اسمبلۍ (خيبرپښتونخوا او پنجاب) به د اليکشن کميشن په ضد د عدم اعتماد قرارداد راوړي.
سرچينې وائي چې عمران خان د چيف اليکشن کميشنر په ضد د ريفرنس په اړه قانوني ماهرانو ته د کار پیل کولو لارښوونه کړې ده.



