واخان د افغانستان یوه قدرتي شنه سیمه چې اقتصادي او ستراتيژیکي ګټې لري

0
129

باغی ټي وي رپورټ
چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره پولې د دې ثابتولو لپاره کافي دي چې افغانستان په اسیا کې د انسان د زړه په څیر مهم رول،برخه او ځای لري.
په دغه هېواد کښې چې څه باندې ۳۲ میلیونه نفوس لري، شاوخوا څلورمه برخه وګړي یې په لویو ښارونو لکه مزارشریف کې ژوند کوي.

مزارشریف د پلازمینې کابل سویل ختیځ ته په ۳۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د دغه هېواد د څلورم ستر ښار اصلي ځای د حضرت علي زيارت دی، چې د ځايي رواياتو له مخې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ځوم او د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي رضی الله تعالی عنه د وروستۍ استراحت ځای دی. دا مقبره د اسلامي معمارۍ یوه غوره نمونه ده او د سپین رنګ کوتروله امله هم ډیر مشهوره دې.

ځايي خلق په دې باور دي، چې که د دې زيارت احاطې ته د بل رنګ مرغۍ(کوتر) ور ننوځي، وزرونه يې شفاف او سپين کېږي.
یوه لرې پرته لاره

د مزارشريف په ختيځ کې شاوخوا ۶۰۰ کيلومتره د واخان دهليز دی، چې له فرهنګي او جغرافيايي پلوه د هېواد له نورو سيمو سره توپير لري. د بدخشان په سیمه کې د 350 کیلومتره اوږده برخه د نړۍ د دریو لویو غرونو لړۍ: هندوکش، قراقرم او پامیر د یوبل سره وصل کیدو پر ځای کې موقعیت لري.
د UntamedBards.com شرکت جیمز ویلکوکس، چې ددې سیمې د سیاحتي شرکتونو څخه دی وايي: “تاسو د افغانستان له ترافیک، شور، امنیتي ستونزو او له اذان څخه لرې نه شې تللې. دا ډیر نفوس نلري خو دې سیمې ته رسیدل ستونزمن دي.په نړۍ کښې یو څه خلق پوهیږي چې دا څنګه ځای دی. دا په نړۍ کې یو له لرې پرتو سیمو او ښکلي ځایونو څخه دې.
کلیوال ژوند
د واخان په دهلیز کښې وړې وړې کلیوالې ټولنې دي، ی لکه ‘خاندد’ چې کورونه یې د ساده ډبرو، خټو او لرګیو څخه جوړ شوي دي. ځینې یې لوی کلي دي چې د خاورو د سړک په واسطه نښلول شوي. دا خاورو سړک اکثرا د پنج سیند د اوبو له امله د تګ راتګ لپاره نه شي کارولې.
د دغه دهلېز لوېديځ لوري ته په ٨٠ کيلومترۍ کې د اشکاشم ښارګوټي اوسېدونکى اعظم ضياعي وايي: “د واخان په نوم په دې ټوله سيمه کې ډېر کم خلق موټر لري، خو مونږ ټولنيز ترانسپورت، خره لرو او په خپلو خپو تګ هم کوو.
خو لا هم واخان له نورو سیمو جلا دې. ځینې کلي د اکاشم څخه څلور ورځې په مزل لرې پرتې دي. له دې ځایه تر ټولو نږدې لوی ښار دوشنبه دی چې د تاجکستان پلازمېنه ده او له دې ځایه درې ورځې واټن لري. دا دومره لرې ده چې دا سیمه د ټایم کیپسول په څیر جوړه شوې ده. کله چې مونږ د پولې په اوږدو کې په تاجکستان کې سړکونه، ټیلیفونونه او بریښنا وینو نو مونږ وایو چې په راتلونکې کښې به داسې وي.

د واخایی کور

د واخان دهلیز له شاوخوا 2,500 کلونو راهیسې د واخایی ټولنې کور دی.
اوس مهال، د دوی نفوس شاوخوا 12 زره وګړي لري. که څه هم اکثره افغانان قدامت خوښي سني مسلمانان دي، خو واخیان اسماعیلیان دي، چې د اسلام د شیعه فرقې یوه فرقه ده.
دلته ښځې څادر نه په سر کوي او دلته جوماتونه نشته. د دې په ځای کې د وخایی جماعت خانې دي چې د عبادت ځای او همدارنګه د ټولنې مرکز په توګه هم کارولې شي.
ویلکوکس په ګوته کوي چې اسماعیلیان د سنیانو په پرتله یو څه نرم دي. په واخان کې، د مثال په توګه، یو لویدیځ نارینه سیلګرې کولی شي د واخي ښځې عکس له اجازې پرته واخلي او هیڅوک به ناراضه نشي. تاسو حتی د افغانستان په نورو سیمو کې داسې فکر نه شئ کولې.
د سني افراطیت نشتوالی او په سیمه کې لرې والی دا یقیني کوي چې د داعش او طالبانو په څیر سازمانونه دلته نه دي رسیدلي او کله چې د هیواد پاتې برخه کښې جهګړه وه نو په واخان کښې ددې جنګ څه اغیزه نه ده رسیدلې.

ژوند تیرول

واخایی بزګران په دې نیمه وچه سیمه کې غنم، وربشې، نخود، کچالو، مڼې او زردالو کري. د دوی کروندې د ګلیشیرونو د خړوبولو اوبو په واسطه خړوبیږي. شتمنې کورنۍ پسونه او وزې او ځینې اوښان، آسونه یا خره هم لري.
اعظم ضياعي څرګنده کړه، چې هر کال د جون په مياشت کښې وخایی بزګران خپل څاروي له ځان سره وړي او شنو سيمو ته ځي، چې لوړوالی يې تر ٤٥ زره مترو پورې وي. دې مهاجرت ته ‘کوچ’ ویل کیږي.
د غلې ریبلو پر مهال د اګست په لومړیو کې دلته د ‘چنیر’ میله هم ترسره کیږي. د افغانستان په نورو برخو کې تاسو د ورځې پنځه وخته لمونځونه تنظیموي، مګر دلته مونږ د ځمکې سره خورا پراخه اړیکه لرو. له همدې امله د ژوند تیرولو په پټو، هوا او قدرت پورې اړه لري.
د ډیرو پیړیو پخوانی دودونه

د واخان یو څه نور ځانګړی دود د پیړیو زوړ بزکشي لوبه ده چې تاسو کولی شئ د آس په شا باندې د رګبي په څیر لوبه وکړئ. په دې لوبه کې د وزې بدن توپ جوړ شوی دی او پر دې باندې لوبه کوي.
ویل کیږي چې د پولو لوبه د بزکشي وتلې ده. بزکشي هیڅ قواعد او هیڅ ټیم نلري. او د ‘عادلانه لوبې’ په اړه هیڅ پام نه کیږي ځکه چې لوبغاړي هڅه کوي چې یو بل ته ټکر وهلو او ټکولو سره وزه ترلاسه کړي.
په دې لوبه کښې هډوکي ماتیدل څه داسۍ غیر معمولي خبره نه ده.
“د واخي کلي له یو بل سره دا لوبې خوښوي، په ځانګړې توګه د نوروز په مناسبت دا لوبه ډیرکیږي خو د افغانستان په نورو برخو کې بزکشي تر ډېره سیاسي ده چرته چې د اشرافیه د زور د ښودلو لپاره کارول کېږي، خو دلته ددې سپورت موخه او تمرکز سیالي او رورولي ده. دا یو له هغو شیانو څخه دی چې واخان د نور سیمو څخه ځانګړی کوي.

واخان کښې د بزګرې لوبې یو انځور


سیلګرۍ هم دلته وده نه ده کړې
که یو اړخ تهد افغانستان امنیتي وضعیت دا په ګوته کوي چې دا هیواد د بهرنیانو لپاره مناسب نه دی خو ددې پرته د واخان دهلیز په تیرو څو کلونو کې د خپل امن، ښکلي غرونو او یو ځانګړي کلتور له امله د ډیر سیلانیانو انتخاب ځای ګرځیدلې دې.

ایډ سمرز د سفر لارښود دی چې واخان ته یې نهه سفرونه کړي دي.

هغه وايي، پخوا به دلته څو څو تنه راتلل. په تېرو لسو کلونو کې دغه شمېر په کال کې ۶۰۰ سيلانيانو ته زيات شوی دی. دا یو آرایشي ځای دی چې د هغه ځای څخه لیدنه وکړئ چې د دودیز سیاحتي فعالیتونو څخه لیرې شوي. دلته تاسو له داسې خلکو سره وینئ چې د دوی دودیز ژوند لاره خوښوي. کله چې تاسو په واخان کې سفر کوئ، دا نه یوازې یو ښکلی ځای دی، بلکې هر ګام ی داسې دې چې د تاریخ یو زړه راښکونکې کتاب پانړه را واړوي.

واخان یوه قدرتي ښایسته او شنه سیمه ده، قدرتي ښایسته نظارې لري چې انسان ته ترې راحت رسیږي.


د ورېښمو د لوی لارې برخه
د واخان دهلیز د ډیرو کلونو لپاره د ورېښمو د لوی لارې یوه مهمه لاره وه چې په لومړۍ او دوهمه پیړۍ کې چین د مدیترانې سمندرګي سره نښلوي. ایډ سمرز وايي، “سوداګرو به ددې سیمې څخه څخه چینایي ورېښم، رومي طلا او افغاني قیمتي ډبرې وړلې.

ویل کیږي چې مارکو پولو په دیارلسمه پیړۍ کې له دې سیمې څخه تیر شوې وو او چین ته تللی و او سکندر اعظم هم له دې ځایه تېر شوی وو.

تاسو د دې لرغونو لارو نښې ، د لارې په اوږدو کې تمځایونه او د بودا مجسمې هم په نظر راځي .
یو ستراتیژیک ځایی

واخان په نولسمه پیړۍ کې د بریتانیا او روسیې ترمنځ په لویه لوبه کې مهم رول ولوباوه.

ویلکوکس وايي، «افغانستان هغه مهال ډېر مهم و چې روسیه او برتانیا د منځنۍ اسیا لپاره جګړه کوله. د واخان اوسنۍ پولې په هغه وخت کې د بفر زون په توګه رامینځته شوي ترڅو د دواړو سیالانو پولې سره نه وي. هغه یوه پخوانۍ سوداګریزه لاره په یوه ګورل چکر بدله کړه چې هیڅوک هم ترې نه تیر نه شول. واخان په وروستیو کې په سړه جګړه کې مهم وو خو اوس ممکنه ده چې د چين د سرکونو د نښلولو د پلان لا امله د سوداګرۍ يوه مهمه لار وګرځي او جوړه شي.
تر دې وروستیو پورې، له اشکاشم څخه پاخه سړک یوازې د بروګل پولې ته رسیدلی، چې د دې دهلیز په مینځ کې موقعیت لري.

له هغې وروسته، تاسو باید په پیاده یا څارویو کې ختیځ ته سفر وکړئ. اوس د يو کمربند او يوې لارې په جوړېدو سره دغه لاره ۷۵ کيلومتره غځول شوې او د بوزي ګمباز تر کلي پورې رسېږي، چې د واخان د ټول اوږدوالي درې پر څلورمه برخه جوړوي.
سمرز وايي: “دا په پخوانۍ لاره جوړ شوی چې د کرګز د کوچیانو لخوا به کارول کیدله. اوس بلدوزرونه راغلي او يوه وړه لار يې جوړه کړې ده خو د لويې لارې امکان هم شته. ویل کیږي چې چینایان به یو سړک جوړ کړي چې د دوی پوله به له بورزای ګمباز سره ونښلوي. دا به په نهایت کې چین ته د منځنۍ آسیا بازارونو ته لاسرسی ورکړي.
یو شان احساسات او پلان
اعظم ضياعي وايي، د واخان خلق د چين د معمارۍ په اړه ګډ نظر لري.
هغه وايي: “ځینې شیان به زموږ لپاره ښه وي.” مونږ به وکولای شو چې له چین څخه وزې واخلو کوم چې به د اشکاشم بازار په پرتله خورا ارزانه وي. مونږ د ښه روغتیا پایلو لپاره هم هیله لرو.
اوس مهال زمونږ اسانتیاوې خورا محدودې دي. مګر مونږ د ابدي کلتور په اړه اندیښمن یو چې د تل لپاره به بدل شي. مونږ خاموشي او ښکلې منظرې خوښوو. مونږ د ترافیکي ککړتیا ویره لرو. په غرونو کې د سړک جوړول ډیر وخت نیسي، خو مونږ فکر کوو چې راتلونکی کال به بشپړ شي.
د چین او افغانستان دواړه حکومتونه غواړي چې دا کار وکړي. یوازې راتلونکې وخت به ووایی چې زمونږ راتلونکی به څنګه وي؟
……………………
د راپور سرچینه: بي بي سي
ژباړه: نصیب شاه شینواري
…………………….

Leave a reply