د برياليو رئيسانو او مديرانو ۵ قانونه
ځيني کسان فکر کوي چې رئيس پاتې کېدل يوازې د مېز شاته کېناستل، سګرټ وهل او يو او بل ته امر کول دي. مطمئناً رئيس پاتې کېدل، ځينې الزامات او ځانګړتياوې غواړي. يو بريالی رئيس هېڅکله رخصتي نلري او ډېری وخت خپلو کارونو ته پاملرنه او توجه لري. هېڅوک تر دې ده پرته له ستونزو ګاللو د رياست پړاو ته نه دي رسېدلي. د رئيس کېدو لپاره بايد سخت کار وشي او تل بايد هڅانده واوسئ. په دې ليکنه کې به تاسو ته د بريالیو رئيسانو او مديرانو ۵ قانونه دروپېژندل شي.
۱) د احترام پر وړاندې، احترام کول
دا ومنئ چې احترام کول د چاپلوسۍ او موزه پاکۍ مانا نه ورکوي، احترام؛ احترام دی. بريالی مدير يا رئيس تل په خپلو کارکوونکو او لاس لاندې کسانو مهربانه وي او احترام يې کوي. البته دا احترام بايد په داسې بڼه وي چې لاس لاندې کسان ترې ناوړه ګټه پورته نه کړي.
۲) غلطه پرېکړه، له نه پرېکړه کولو غوره ده
په يو وخت کې د ټول او ډېر قدرت ترلاسه کولو هڅه ښې پايلې له ځان سره نلري. بریالی رئيس د خپلې ادارې د وضعيت د کنټرول په موخه بايد هېڅکله بې تصميمه ونه اوسي. دا په ياد ولرئ چې د يوې ادارې د بحراني وضعيت د کنټرول په موخه همدا رئيس او مدير دی چې يو څه کولی شي.
تاسو د يو رئيس په توګه بايد وشئ کولی چې خپل لاس لاندې کسان دومره تر خپل اغېز لاندې راولئ چې هېڅکله ستاسو پر وړاندې خيانت ونکړي. که کوم کارکوونکي ستاسو پر وړاندې خيانت وکړ، بايد داسې کار يې پر وړاندې وکړئ چې د ادارې د نورو کارکوونکو لپاره الګو او درس شي.
۳) په هوښيارۍ سره د بد غوښتونکو او کينه لرونکو شر له مخې لرې کړئ
يو بريالی رئيس بايد په دې پوه شي چې څنګه د خپلو رقيبانو او بد غوښتونکو څخه مخکې شي. بریالی رئيس د خپلو ټولو سيالانو او رقيبانو سره يو ډول، نرم او مناسب چلند کوي. بريالی رئيس په خپله اداره کې ټولو کارکوونکي ته په يوه سترګه ګوري او تل هڅه کوي چې د کارکوونکو ترمنځ له توپيري چلند څخه ډډه وکړي او يوازې د وړتيا او اخلاقو په اساس هغوی ته مکافات په نظر کې ونيسي.
۴) له فرصتونو څخه ګټه پورته کول
کله چې قدرت ته ورسېدئ، معمولا د يو لړ فشارونو سره به مخ ياست. د دې لپاره چې وشئ کولی د خپلې کاري مودې څخه ښه ګټه پورته کړئ، بايد هېڅ فرصت له لاسه ورنکړئ. له ټولو کارکوونکو سره ښه چلند خپل ورځینی عادت وګرځوئ، تاسو بايد په خپلو ښو کړنو د هغوی پام ځان ته راواړوئ. که تاسو فکر کوئ چې په يوې وړې کړنې مو کاروکوونکي خوشحاله کېږي، فرصت له لاسه مه ورکوئ.
د بېلګې په ډول: که يو کارکوونکی مو ډالۍ درته راوړي، په ورين تندي يې ومنئ او مننه ترې وکړئ او يا هم که کارکوونکي مو د دفتر د ډيکوريشن په اړه کوم وړانديز درته کوي؛ قبول يې کړئ.
۵) له ټولو څخه ډېر کار کول
پرته له هڅو او سخت کار څخه هېڅکله هم نشئ کولی چې رئيس شئ. د دې لپاره چې تاسو دې مقام ته ورسېږئ بايد يو لړ ستونزې او ازموينې تېرې کړئ. ډېر کار، د موخو لرل، د فرصتونو څخه ګټه اخېستل، خپل کار پر وخت تمامول، پر ټاکلي وخت کار ته حاضرېدل، پر ژمنه وفا کول، له ټولو سره ښه رويه کول، په خپل مسلک کې ډېره مطالعه کول… هغه څه دي چې تاسو د رياست څوکۍ ته رسوی شي.
دا په ياد ولرئ چې رئيس پاتې کېدل د مزاياو ترڅنګ ځيني خطرونه هم لري، هغه څه چې تاسو سره مرسته کوي چې خپل موقعيت حفظ کړئ او په خپله دوره کې ډېره برخه کسان له ځان څخه خوښ وساتئ؛ بايد په پوره جرات او جسارت سره مخ ته ولاړ شئ.
هوښيار او هڅانده واوسئ، ډېر ژر به يې مثبته پايله وګورئ.
ژباړه: محمد عزيز پردېس