د ورزش په وده کې د رسنيو ونډه

0
108

څرنګه چې د مختلفو ابعادو په خپرولو او پېژندلو کې رسنۍ رغنده نقش لوبوي؛ نو همدارنګه د ورزش په وده او پرمختګ کې هم په اساسي ډول ونډه لري.

له بل لوري رسنۍ او ورزش تقريبا نږدې کليمې دي چې ډېرۍ وخت يې نومونه څنګ په څنګ راځي.

همدا رسنۍ دي چې د ورزش د ډګر مشاهير او اتلان يې مونږ ته راپېژندلي دي، که مو فکر کړی وي پخوا زمانو کې به چې کله کومې سيمې کې لوبې ترسرې کېدې؛ نو د لوبو د لاره اچوونکو لپاره د ځای نشتون لويه ستونزه وه او مينوال به پر وخت د لوبو د څرنګوالي څخه نه خبرېدل.

نو په همدې ترتيب چې کله علم او تخنيک  پرمختګ وکړ، ليکنيزې، چاپي، غږيزې او انځوريزې رسنۍ رامنځ ته شوې دا ستونزه ورو ورو مخ په کمېدو شوه او اوس چې کله کومې سيمې او هېواد کې ورزشي سيالۍ وي؛ نو مينوال يې د همدې رسنيو له لورې معلومات ترلاسه کوي، اوري يې او په ژوندۍ بڼه يې ګوري. په بله اصطلاح ورزش او رسنۍ د يوې سکې دوه مخونه هم بللی شو.

څرنګه چې د سکې لپاره دواړه مخونه اړين دي نو په همدې ډول  رسنۍ او ورزش هم د يو بل په پرمختګ او پېژندلو کې اړين شمېرل کيږي.

د کرکټ د ډګر نوموتی لوبغاړی سچن ټنډولکر، د فټبال د ډګراتل لوبغاړی کرسټینا رونالډو، د تکواندو د ډګر پېژندل شوی قهرمان برسلي او په سلهاوو نور ورزشي مشهور اتلان همدې رسنيو مونږ ته راپېژندلي دي او لا يې راپېژني.

ليکنه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply