د پاکستان د لوبډلې مدیریت او د ملي سلیکشن کمیټه د تیز بالر شاهین افریدي په وروستي فارم اندېښمن دي

0
90

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د پاکستان د لوبډلې مدیریت او د ملي سلیکشن کمیټه د تیز بالر شاهین افریدي په صحت،فارم اندېښمن دي.

د کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی شاهین افریدي د پرله پسې کرکټ له امله د ستړیا سره مخ دی، نو که پاکستان په میلبورن کې د اسټرالیا خلاف دوهمه ټیسټ لوبه له لاسه ورکړي، نو امکان لري چې شاهین افریدي د نوي کال په پیل کې د سډني په ټیسټ سیالیو کې آرام شي. د نیوزیلینډ په وړاندې د T20 لړۍ کې د ګډون لپاره.

په ټي ټوئنټي ټيم کښي د صعيم ايوب او محمد رضوان په شمول د اوپننګ جوڑی جوړولو وړانديز شوی دی.دریمه ټیسټ لوبه به د فبرورۍ په دریمه نیټه په سډني کې پیل شي او لومړۍ شل اوریزه لوبه به په نیوزیلینډ کې د جنورۍ په ۱۲مه ترسره شي.

باید وویل شي، چې شاهین افریدي د پرت ټیسټ سیالیو په لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۷ اورونو کې ۹۶ او په دویم اننګز کې په ۱۸.۲ اورونو کې ۷۶ منډې ورکړې وې.

Leave a reply