نړۍوالو رسنیو ویلي چې افغانستان د اوړو او غنمو پر ځای بنسټیزو پروژړ ته اړتیا لري   

0
48

نړۍوالو رسنیو ویلي چې افغانستان د اوړو او غنمو پر ځای بنسټیزو پروژړ ته اړتیا لري 

سرچینه کاږي مرستندویه موسسې دې یوازې د اوړو او غنمو په مرسته ځان او اړمن نه تېرباسي، ځکه دا خلک بنسټیزو او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري او باید په دې تړاو جدي اقدامات ترسره شي.

 

(2022 / 6 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړیوالې رسنۍ وایي افغانستان اوږدمهاله او بنسټیزو مرستو ته اړتیا لري. استرالیايي رسنۍ اس بي اس په افغانستان کې روان وضعیت او د بشردوستانه مرستو د اړتیا مسئلې ته کتنه کړې ده.

سرچینه کاږي چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې سختو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، خو په وینا یې وروستۍ زلزلې دا اړتیا نوره هم ډېره کړې ده.

سرچینه کاږي مرستندویه موسسې دې یوازې د اوړو او غنمو په مرسته ځان او اړمن نه تېرباسي، ځکه دا خلک بنسټیزو او اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري او باید په دې تړاو جدي اقدامات ترسره شي.

ځينو موسساتو هم دغه رسنۍ ته ویلي چې د افغانستان مسئله د لنډمهالو مرستو پر مټ نه حل کېږي، بلکې په دغه هېواد کې بنسټیزو پروژو او اغېزناکو مرستو ته اړتیا ده.

Leave a reply