امريکا کې د اورګاډي د ټکر او چپه کېدو له کبله درې تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي

0
44

امريکا کې د اورګاډي د ټکر او چپه کېدو له کبله درې تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي

د ميزوري ايالت د لويو لارو د ادارې وياند جسټن ډون رسنيو ته ويلي چې اورګاډی لومړی د فاضله موادو د تخليې له يوه ټانکر سره لګېدلی او وروسته يې د اتو کابينونو له ډلې اووه هغه چپه شوي دي.

 

(2022 / 6 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امريکا کې د اورګاډي د ټکر او چپه کېدو له کبله درې تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. پېښه په ميزوري ايالت کې شوې او ويل شوي چې چپه شوی اورګاډی له لاس انجلس ښاره شيکاګو ته روان و.

د ميزوري ايالت د لويو لارو د ادارې وياند جسټن ډون رسنيو ته ويلي چې اورګاډی لومړی د فاضله موادو د تخليې له يوه ټانکر سره لګېدلی او وروسته يې د اتو کابينونو له ډلې اووه هغه چپه شوي دي.

تر دې پېښې وړاندې په کليفورنيا ايالت کې يو بل اورګاډي هم له يوه مساپر وړونکي موټر سره ټکر کړی و چې له کبله يې درې تنه وژل شوي وو.

Leave a reply