هېواد کې وروستۍ ټرافیکي پېښې؛ ۱۸ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده
هېواد کې وروستۍ ټرافیکي پېښې؛ ۱۸ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده
بلخوا د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ په کوتل پوګان سیمه کې یو ټونس موټر چپه شوی چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي.
(2022 / 6 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بادغیس، تخار او پنجشیر ولایتونو کې په جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وایي چې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ په بند منګان سیمه کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې په پنجشیر کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د ورسج ولسوالۍ په کوتل پوګان سیمه کې یو ټونس موټر چپه شوی چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي.
د یادو پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په ګوته شوی دی.