خلیلزاد ویلي چې د غني خبرې ته غوږ نۀ نیول او د سیاسیونو خودخواهي د تېر نظام د لۀ منځه تلو لامل شوه

خلیلزاد ویلي چې د غني خبرې ته غوږ نۀ نیول او د سیاسیونو خودخواهي د تېر نظام د لۀ منځه تلو لامل شوه
خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په یوه انلاین بحث کې وویل، د ولسمشر غني ستره محاسباتي تېروتنه دا وه چې هغه باور نه درلود امریکا دي له داسې یوې سیمې ووځي چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان د مهمو ستراتیژیکو هیوادونو لپاره فزیکي نږدوالی ورکوي.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پخواني ولسمشر اشرف غني لجاجت او د سیاسي مشرانو خودخواهي د دې لامل شو، چې جمهوریت نظام ړنګ شي.
خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په یوه انلاین بحث کې وویل، د ولسمشر غني ستره محاسباتي تېروتنه دا وه چې هغه باور نه درلود امریکا دي له داسې یوې سیمې ووځي چې د هغه په وینا د امریکا پوځیانو او استخباراتو ته د چین، روسیې، ایران او پاکستان په شان د مهمو ستراتیژیکو هیوادونو لپاره فزیکي نږدوالی ورکوي.
اړوند موضوعات:
خلیلزاد: د افغانستان موضوع څنګه چې باید خلاصه شوې وای؛ هغسې ونشول
د خلیلزاد په خبره:
“ما هڅه وکړه نوموړی وهڅوم چې ولسمشر ټرمپ ډېر جدي دی، خو هغه وویل نه، استخباراتو او پوځیانو ماته بل څه ویلي دي.”
خلیلزاد دغه راز ویلي، سره له دې چې اشرف غني له درغلیو په ډکو ټاکنو کې بیا ټاکل شوی وو او ډېرو کمو افغانانو پکې ګډون کړی و خو موږ ټول د غني په نه همغږي چې د خپلې کارې د دورې تر پای ته رسیدو پورې په پاتې کیدو ټینګار کاوه، حیران کړي وو.
خلیلزاد ددې حقیقت دلیل چې د امریکا له خواڅه باندې ۳۰۰ زره کسیز روزل شوی او پر وسلو سمبال پوځ د ۶۰ زره طالبانو په وړاندې له منځه ولاړ، د مورال نشتوالی، فساد او د جګړې په لومړی کرښه کې پوځیانو ته کمه پاملرنه وښودله.





