پخواني لومړي وزیر په بټګرام کې په چیر لفټ کې د 8 کسانو ژغورلو لپاره د پاکستان د پوځ ټیم ته خراج تحسین وړاندې کړ.

0
75

باغي ټي وي رپورټ

په ټويټر خپل يو بيان كښې شهباز شريف وئيلي دي چې دا يو ستونزمن، صبر او عصبي ريسکيو اپريشن وو، د جي او سي او ايس ايس جي ټيم ته سلام وړاندې كوم۔

هغه وويل، چې د سيمې خلکو له ادارې سره چې کومه مرسته کړې، د ورورولۍ يوه ستره بېلګه ده، دا پېښه هم د دې لپاره يو درس دى، چې د ماشومانو تعليم او په دې سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو پراختيا ته پاملرنه وشي.

شهباز شريف وويل په اړوندو سيمو کې دې د چيئر لفټونو معاينه او ترميم دې په فوري توګه وشي.

بل لوري ته د مسلم ليګ (ن) مشرې مريم نواز وئيلي دي چې ولس د سپيشل سروسز ډلې، د پاکستان پوځ او مقامي انتظاميې مننه کوي.

مريم نواز وئيلي دي چې په خصوصي توګه د ماشومانو والدينو ته مبارکي وړاندې کوم.

د دې تر څنګ حمزه شهباز وويل چې قوم په دغو زړورو کسانو وياړي چې په دې غرنۍ سيمه کې يې د ژغورنې لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه.

د جے يو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې کوم قومي مشرانو چې په بهادرۍ کښې د ګېر شوي ځوانانو په راويستلو کښې زړورتيا ښودلې هغوي ښه کار کوي.

Leave a reply