نړۍوال بانک افغانستان لپاره درې پروژې تصویب کړې
نړۍوال بانک افغانستان لپاره درې پروژې تصویب کړې
د دغې پروژې موخه په ټول هېواد کې په څه باندې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د ملي او نړیوالو خدمتونو وړاندې کوونکو په ګډون د لومړنیو روغتیايي، تغذيې او کوویډ-۱۹ ضد خدمتونو وړاندې کول دي.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بیارغونې زېرمهییزې کڅوړې او نړیوال بانک د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې تصویب کړې، چې په افغانستان کې به د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخو کې ولګول شي.
نړیوال بانک ویلي، چې ټولې درې پروژې به د طالبانو د حکومت له کنټرول پرته د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي موسسو له لارې پلې شي.
له افغانو مېرمنو او نجونو سره مرسته د هغوی پرمختګ د دغې پروژې له فعالیتونو څخه شمېرل کېږي.
د نړیوال بانک په اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، راغلي چې د افغانستان د خوراکي خوندیتوب بیړنۍ پروژه به د کروندګرو لپاره د خوړو په تولید کې مرسته وکړي او د خوراکي توکو د خوندیتوب د لا خرابېدو مخه به ونیسي.
دغه پروژه د غنمو په تولید کار کوي او د 2022 کال د نومبر په موسم کې به د 300,000 کورنیو سره مرسته وکړي او د 2023 کال د مارچ څخه تر نومبر پورې د 300,000 نورو کورنیو سره مرسته وکړي. د دغې پروژې لګول شوې پیسې ۱۹۵ میلیونه ډالره اټکل شوې دي.
د “د افغانستان د ټولنې د ژوند او پراختیا پروژې” تر نامه لاندې د 265 ملیون ډالرو په لګښت یوه بله پروژه به د لنډ مهاله ژوند د فرصتونو او په کلیوالو او ښاري سیمو کې د اړینو خدمتونو وړاندې کول لپاره جوړه شي.
د دې پروژې موخه د ټول افغانستان په ۶۴۵۰ کلیوالو سیمو او د افغانستان په ګوټ ګوټ او د بامیان، هرات، جلال اباد، کابل، کندهار، خوست، کندز او بلخ ښارونو کې د یو میلیون کورنیو لپاره د ژوند فرصتونه او عاید برابرول دي.
سربېره پردې، په کلیوالو سیمو کې نور 9.3 ملیونه افغانان به له لومړنیو مرستو لکه پاکو اوبو او د سړکونو له بیارغونې څخه برخمن شي.
همدارنګه به د ۳۳۳ ملیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې د اړینو روغتیايي مرستو کارونه او کیفیت د لوړتیا لامل شي.
د دغې پروژې موخه په ټول هېواد کې په څه باندې ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د ملي او نړیوالو خدمتونو وړاندې کوونکو په ګډون د لومړنیو روغتیايي، تغذيې او کوویډ-۱۹ ضد خدمتونو وړاندې کول دي.
کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د افغانستان بیاځلې واک تر لاسه کړ، له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ودرېدلې او د دغه هېواد اقتصاد چې له پخوا نه په بهرنیو مرستو ولاړ و، د سقوط په درشل کې دی.
سربېره پردې، وروسته له دې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسته کړ، د رسنيو ازادي سخته محدوده شوه، زياتره ښځې له خپلو دندو منعې شوې او له شپږم ټولګي پورته نجونو ته تر اوسه پورې ښوونځيو ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.