د شهباز شریف نوي کابینې وزیرانو ته وزارتونه سپارل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د نوې وفاقي کابينې د سوګند پورته کولو وروستو بیلا بیلو وزیرانو ته وزارتونه وسپارل شول.
په وفاقي کابينه کښې د مسلم ليګ نون مشر رانا ثناء الله ته د داخله وزارت او د خزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل ته يو ځل بيا د خزانې وزارت او مريم اورنګزېب ته د اطلاعاتو وزارت ورکړے شوے دے۔
د دې ترڅنګ احسن اقبال ته د منصوبه بندۍ، سعد رفیق ته د رېلوې، سېنېټر اعظم نذیر تارڑ ته د قانون او مرتضی جاوید عباسي ته د پارلماني چارو د وزارت چارج ورکړل شوی دی.
د جمهوري وطن ګوند شاه زین بګټي ته د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د بلوچستان عوامي ګوند اسرار ترين ته د دفاع وزارت، د جي يو آئي مفتي عبدالشکور ته د مذهبي چارو وزارت، طلحه محمود ته د دفاع وزارت، د بلوچستان عوامي ګوند اسرار ترين ته د دفاع وزارت ورکړل شوی دی.
زعفران او مولانا اسد محمود ته د مخابراتو وزارتونه ورکړل شوی دی.






