د کونړ چارواکي د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدو خبر ورکړی
د کونړ چارواکي د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدو خبر ورکړی
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سمیع الحق حقبیان وویل چې هلته اور لاهم بلېږي، خو حقبیان په عین حال کې زیاته کړه چې د اور د مخنیوي لپاره چارچاپېر خندقونه کیندل شوي او د ده په وینا اور په سلو کې تر نوي پورې مهار شوی دی.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کونړ چارواکي د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور لګېدو خبر ورکوي.
چپه دره د نورستان ولایت له نورګرام ولسوالۍ سره چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی، څېرمه پرته ده.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف وايي چې د سیمې اوسېدونکي د اور د وژلو هڅه کوي.
له بلې خوا د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور، چې سیمه ایزو چارواکو یې څېرمه ولایتونو ته د خپرېدو خبرداری ورکړی و، تراوسه نه دی مړ شوی.