تر مکسیکو وروسته افغانستان د نړۍ پۀ کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی

0
152

تر مکسیکو وروسته افغانستان د نړۍ پۀ کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی

له مکسیکو وروسته افغانستان او هند دواړه په دې لیست کې دویم ځای لري، چې د ای پي ای مسوولینو په وینا په دې هر یوه هېواد کې تېر کال شپږ خبریالان د خپل کار په تړاو وژل شوي دي. په افغانستان کې د ډېری خبریالانو وژنې لامل د جګړې پر مهال له خبریالانو سره تاوتریخوالی بلل شوی دی.

 

(2021 / 12 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل شوی دی.

د رسنیو نړیوال انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویل شوي د دې کال په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې ۳۵ خبریالان د دوی د فعالیت په تړاو وژل شوي دي، چې د رپوټ په ټکو ثابتوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لا هم په نړیواله کچه یوه ننګونه ده.

مکسیکو د دغه لیست په لومړي سر کې راځي چې د تېر کال اوږدو کې ۷ خبریالان په کې په نښه شوي دي.

له مکسیکو وروسته افغانستان او هند دواړه په دې لیست کې دویم ځای لري، چې د ای پي ای مسوولینو په وینا په دې هر یوه هېواد کې تېر کال شپږ خبریالان د خپل کار په تړاو وژل شوي دي. په افغانستان کې د ډېری خبریالانو وژنې لامل د جګړې پر مهال له خبریالانو سره تاوتریخوالی بلل شوی دی.

د ای پي ای مسوولین وايي، دوی په نړیواله کچه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې پرلپسې څاري او د سږ کال په نښه شویو خبریالانو لیست یې د همدې شمېرو له مخې چمتو کړی دی.

Leave a reply