۲۰۲۱ م کال؛ د افغان وګړو لپاره لۀ سختو کړاوونو ډک کال ؤ 

0
145

۲۰۲۱ م کال؛ د افغان وګړو لپاره لۀ سختو کړاوونو ډک کال ؤ 

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر، انتونیو ویتورینو تېره میلادي میاشت خبرداری ورکړی و چې دوامداره شخړې، سختې بې‌وزلۍ او ناوړه اقلیمي شرایطو افغانستان د پاشلتیا خوا ته برابر کړی دی.

 

(2021 / 12 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۱م کال چې نن ‌یې وروستۍ ورځ ده، د زیاتو افغان وګړو لپاره له کړاوه ډک و.

دغه سازمان ویلي، په دې کال په سلګونو زره نوي کسان له خپلو مېنو بې ‌ځایه شول او تر یو ملیون زیات نور بیا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته اخراج کړای شول.

د کډوالۍ نړیوال سازمان له مرستندویانو یې په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د څه کم ۱۵۸ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده. ملګري ملتونه وايي پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د افغانستان امنیتي وضعیت ناوړه و چې تر جولای میاشتې تر دوه‌نیم سوه زره ډېرو کسانو خپلې مېنې پرېښې وې چې ورسره د ټولو بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې نیم ملیون کسانو ته ورسېد.

اړوند موضوعات: 

اندونیزیا کې یو افغان کډوال د دوی د غږ نۀ اورېدو لۀ وجې ځان ته اور ورته کړی دی 

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر، انتونیو ویتورینو تېره میلادي میاشت خبرداری ورکړی و چې دوامداره شخړې، سختې بې‌وزلۍ او ناوړه اقلیمي شرایطو افغانستان د پاشلتیا خوا ته برابر کړی دی.

Leave a reply