برېښنا شرکت: تاجکستان سره مو د وارداتي برېښنا قرارداد د یو کال لياره نور هم تمدید کړ

برېښنا شرکت: تاجکستان سره مو د وارداتي برېښنا قرارداد د یو کال لياره نور هم تمدید کړ
سربېره پر دې، د برېښنا شرکت پلاوي دغه هېواد ته په سفر کې د پلخمري د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا پروژې په هکله چې تېر کال لاسلیک شوې وه، هم خبرې اترې کړې دي.
(2021 / 12 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېښنا شرکت اعلان کړی چې له ازبکستان د برېښنا د لېږد بهیر یې د یوه راتلونکي کال لپاره غځولی دی.
د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن خپره شوې، راغلي دغه تړون د دې شرکت د عمومي اجرایوي رییس محمد امین او د ازبکستان د برېښنا د ملي شرکت د رییس داداجان ایساکولوف ترمنځ په دغه هېواد کې لاسلیک شوی دی.
د دې هوکړې له مخې، چې د دواړو لورو ترمنځ له درې ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوه، ازبکستان د ۲۰۲۲ کال تر پایه افغانستان ته برېښنا ورکوي.
په دغه تړون کې د برېښنا کچه په یوه کال کې د کابو سل میلیون ډالرو په بیه دوه میلیارد کیلوواټ ساعته برېښنا یاده شوې ده.
اړوند موضوعات:
د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان تر منځ د برېښنا قرارداد یو کال نور نوی شو
سربېره پر دې، د برېښنا شرکت پلاوي دغه هېواد ته په سفر کې د پلخمري د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا پروژې په هکله چې تېر کال لاسلیک شوې وه، هم خبرې اترې کړې دي.





