د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان تر منځ د برېښنا قرارداد یو کال نور نوی شو

د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان تر منځ د برېښنا قرارداد یو کال نور نوی شو
د دې تر څنګ د جانبينو له لوري په همدې مذاکراتو کې د انرژۍ په سکتور کې په هر اړخيزو منطقوي او انکشافي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د نوي ۵۰۰ کیلوولټه لین پر جوړولو باندي مفصل بحثونه درلودل، چې له ځانه سره به په نږدې راتلونکي کي زيات مثبت نتايج ولري.
(2021 / 12 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
“د افغانستان برښنا شرکت” او د تاجکستان د “برق تاجک” شرکت تر منځ د ۲۰۲۲ م کال د برښنا د توريد قرارداد لاسليک شو.
د افغانستان د برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امين او ورسره مل پلاوي او د تاجکستان د برق تاجک شرکت د رئیس اسماعيل زاده او ورسره مل پلاوي ترمنځ د ۲۰۲۲ م کال د برق د توريد قرارداد لاسليک شو.
دغه قرارداد د دوه ورځنيو مذاکراتو په ترڅ کي د جانبينو له لوري لاسليک شو، د دې تر څنګ هغه قرارداد چې د روان کال جولای څخه تر ډسمبر پوري د سياسي تحولاتو له امله د ځنډ سره مخ شوی وو، هم لاسليک شو.
د دې تر څنګ د جانبينو له لوري په همدې مذاکراتو کې د انرژۍ په سکتور کې په هر اړخيزو منطقوي او انکشافي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د نوي ۵۰۰ کیلوولټه لین پر جوړولو باندي مفصل بحثونه درلودل، چې له ځانه سره به په نږدې راتلونکي کي زيات مثبت نتايج ولري.
اړوند موضوعات:
د قطر هېواد یو شرکت افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې پانګونه کوي
د ا.ا.ا هيئت تاجک لوري ته د ګډو همکاريو ډاډ ورکړ او د درېدلو پروژو د بيرته پیل لپاره یې د امنيت د تامين او نورو برخو کی اماده ګي وښودله.






