د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام غوره ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه

0
60

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام غوره ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه۔

 

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام اتلولي د استرالیا لوبډلې خپله کړه چې نیوزیلاند ته یې پایلوبه کې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

 

دغه نړیوال جام چې ټولې په کې ۴۵ لوبې ترسره شوې، ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و او د هند په کوربه توب په متحده عربي امارات او عمان هېوادونو کې ترسره شو.

 

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړې چې د ۶ لوبډلو څخه په کې لوبغاړي شامل شوي او بابر اعظم یې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، په یاده لوبډله کې د هند او افغانستان هیڅ لوبغاړی نه دی شامل شوی چې په لاندې ډول ده:

 

ډیویډ وارنر: استرالیاوي لوبغاړی په ټول نورنمنټ کې وځلېده خو په نیمه پایلوبه او پایلوبه کې یې کارکردګي په زړه پورې وه. نوموړي په ۷ لوبو کې په ۴۸ اوسط ۲۸۹ منډې وکړې. هغه د شل اوریز جام غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

جوس بټلر (ویکټ ساتونکی): د انګلستان ویکټ ساتونکی د شل اوریز نړیوال جام یوازینی سلیزه وهونکی لوبغاړی دی، هغه په ۶ لوبو کې په ۸۹ اوسط سره ۲۶۹ منډې وکړې. انګلستان ته نیمه پایلوبه کې نیوزیلاند ماتې ورکړه.

بابر اعظم (لوبډلمشر): د پاکستان لوبډلمشر په بشپړ ټورنمنټ کې د غوره لوبډلمشرۍ ترڅنګ په زړه پورې مسئولانه کارکردګي وښوده. هغه په ګروپي سیالیو کې ټولې لوبې وګټلې خو په نیمه پایلوبه کې یې له استرالیا ماتې ومنله. بابر اعظم په ۶ لوبو کې په ۶ اوسط تر ټولو زیاتې ۳۰۳ منډې وکړې.

جاریت اشلانکا: د سریلانکا ځوان لوبغاړی چې په شل اوریز نړیوال جام کې یې لوبډله سوپر ۱۲ پړاو ته ورسوله خو په ګروپي پړاو کې له سیالیو بهر شوه، نوموړي په ۴۶ اوسط سره ۲۳۱ منډې وکړې.

ایډن مارکرم: د سویلي افریقا توپ وهونکي مارکرم که څه هم غوره کاکردګي وښودله خو لوبډلې یې د کم نیټ رن ریټ له کبله نیمه پایلوبې ته لار ونه موندله. هغه په ۵ سیالیو کې په ۵۴ اوسط سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

معین علي: د انګلستان آلراونډر په نیمه پایلوبه کې غوره لوبه وکړه خو لوبډله یې پایلوبې ته له رسېدو وړاندې ناکامه شوه، هغه دغه جام کې ۹۲ منډې وکړې او ترڅنګ یې په ۱۱ اوسط او ۵.۵۰ اقتصادي توپ اچونې سره ۷ ویکټې هم واخیستې.

وانیندو هسارنګا: د سریلانکا سوکه توپ اچونکي په نړیوال جام کې یو له هیټریک وهونکي لوبغاړو څخه و. هغه په شل اوریز جام کې تر ټولو زیاتې ۱۶ ویکټې په خپل نوم کړې. هسارنګا د سوپر ۱۲ ترڅنګ د غوراوي پړاو سیالۍ هم ترسره کړې،

ادم زمپا: د استرالیا سوکه توپ اچونکی په سوپر ۱۲ پړاو کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و، هغه په ۱۲ اوسط او ۵.۸۱ اقتصادي توپ اچونې سره ۱۳ ویکټې واخیستې،

جوش هازلوود: د استرالیا چټک توپ اچونکی هم په یاد جام کې غوره ثابت شو، نوموړي په پایلوبه کې د پام وړ کارکردګي وښوده. هازلوود په ۱۶ اوسط او ۷.۲۹ اقتصادي توپ اچونې سره ۱۱ ویکټې واخیستې.

ټرینټ بولټ: د نیوزیلاند چپ لاسي چټک توپ اچونکي په بشپړ ټورنمنټ کې غوره توپ اچونه وکړه، هغه هم ادم زمپا ترڅنګ د سوپر ۱۲ پړاو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی دی. نوموړي په ۱۳ اوسط د ۶.۲۵ اقتصادي توپ اچونې سره ۱۳ ویکټې خپلې کړې.

آنریچ نورتجی: د سویلي افریقا چټک توپ اچونکي په شل اوریز نړیوال جام کې په خپلو چټکو توپونو توپ وهونکي ورخطا کړي وو، هغه په ۱۱ اوسط او ۵.۳۷ اقتصادي توپ اچونې سره ۹ ویکټې وسوځولې.

۱۲م لوبغاړی شاهین شاه افریدي: د پاکستان ځوان چټک توپ اچونکي شاهین شاه افریدي له نیمه پایلوبې پرته په ټول ټورنمنټ کې ښه کارکردګي ترسره کړه. هغه په ۲۴ اوسط او ۷ اقتصادي توپ اچونې سره ۷ ویکټې واخیستې

Leave a reply