مسلم لیګ ق ګروپ د پاکستان تحریک انصاف نه لارې جدا کړې

چوهدري پرویز الهي، د پي ایم ایل ق صدر، فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
مسلم لیګ ق، په مرکز او پنجاب کې د پاکستان تحریک انصاف اتحادي، د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د واکمن ګوند سره لارې جدا کړې او د راتلونکو عامو ټاکنو لپاره ی خپل کمپاین پیل کولو اعلان کړې دې.
د ایکسپریس ټریبیون ویب پانړې یو رپورټ مطابق د پاکستان مسلم لیګ ق ګروپ او د پي ټي آی مشرانو ترمینځ په څه مسله شخره پیدا شوې وه او ددوی ترمینځ د تاوتریخوالي ډیریدو وروسته ی آخر فیصله وکړه چې د پی ایم ایل ق ګروپ د پی ټي آیی نه لارې جدا کړې.
د پي ټي آي نه د لارو جدا کولو دا اعلان د پاکستان مسلم ليګ (ق) د پارليماني پارټۍ د غونډې نه وروستو وشو، په دې غونډه کښې د دې ګوند د پنجاب صدر چوهدري پرويز الهي چې د صوبايي اسمبلۍ سپيکر هم دی په مشرۍ کې ترسره شو او فیصله ی وکړه چې نور به دوی د پي ټي آیی مرکزی او صوبای حکومتونو اتحادي جماعت نه وي.
د لارې جدا کولو ګوند مشرانو وینا ده چې پي ټي آیی زمونږ د مشورو او راې پرته قانون سازی او نور پلانونه کوي دې لپاه دوې د پي ټي آیی ګوند نه لارې جدا کړې او نور نه غواړي چې ددې سیاسي جماعت اتحادي جماعت شي.





