د ا.ا.ا وايي چې کندهار کې مو د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي دي
د ا.ا.ا وايي چې کندهار کې مو د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي دي
سرچینې وایي، دغه عملیات د پنځلسمي حوزې په حاجي عرب، المکه پلازې، د درېیمي حوزې په ده خواجې مانده او د نهمي حوزې د برېښنا کوټ سیمو کې د داعش پر ضد شوي دي.
(2021 / 11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
کندهار کې ځایي سرچینې وایي، طالبانو تېره شپه ناوخته د دې ولایت په مرکز کې د داعش ډلې پر څلورو پټنځایونو بریدونه کړي دي.
د مالوماتو له مخې، په دې عملیانو کې د داعش ډلې درې جنګیالي وژل شوي، تر لسو نور ژوندي نیول شو، چې له ډلې یې دوه تنه ښځې دي.
سرچینې وایي، دغه عملیات د پنځلسمي حوزې په حاجي عرب، المکه پلازې، د درېیمي حوزې په ده خواجې مانده او د نهمي حوزې د برېښنا کوټ سیمو کې د داعش پر ضد شوي دي.
اړوند موضوعات:
په ننګرهار کښې داعشیان ملي امنیت ته تسلیم شوي
ویل کېږي د دې عملیاتو پرمهال یو شمېر داعشیانو ځانو ته چاودنه هم ورکړې ده. ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو کورنیو چارو ویاند سعید خوستي نظر هم له ځانه سره ولرو خو نوموړي په دې اړه جزییات ورنه کړل.
طالبانو بیا د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.