په ننګرهار کښې داعشیان ملي امنیت ته تسلیم شوي

فوټو کریډټ: اې ایف پي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان ولایت ننګرهار جلال آباد ښار نه داسې رپورټونه په رسنیو کښې چاپ شوي دي چې ددې ولایت څه کسان چې د داعش ډلې سره ی اړیکې وی، دوی د افغانستان اسلامی امارت ملي امنیت دفتر ته تسلیم شوي دي او ژمنه ی کړې چې دوی به په افغانستان کښې وسله وال فعالیتونه نه کوي.
د جلال آباد نه چاپ ن پژواک خبري آژانس یو رپورټ مطابق ۸۰ کسان چې د داعش خراسان ګروپ سره وو ، د ملاهیبت الله اخندزاده له اړخه دوی ته عام معافۍ په بنیاد بخښنه شوې ده او دوی امارت اسلامی ته تسلیم شوي دي.
د رپورټ مطابق په جلال آباد کښې رکشه چلوونکو ته حکم شوې دې چې هغه کسان دې په رکشو کښې پرې نه ږدي چې وسله ولری او د اسلامی امارت سرتیري دې هم د وسلې سره په رکشه کښې نه ګرځوي.
دا خبر او حکم په جلال آباد کښې د ریکشا چلوونکو ته د یو مکتوب او مراسلي په ذریعه شوې دي چې دوی دې هغه کسان چې وسله ولري په رکشا کښې نه وړي او نه دې د اسلامی امارت سرتیري د وسلې سره په رکشا کښې بوځي.






