په پیښور کښې د شري او روبیلا مخنیوري لپاره د واکسین مهم پیل شوې

0
158

باغي ټي وي رپورټ
د خیبرپښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کښې د شري او روبیلا د مخنیوي ملي کمپاین پیل شوې دې.

د خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کښې د شري او روبلا ضد دولس ورځنې کمپاين نن نه شروع شوے دے، د ډپټي کمشنر پیښور د ټولنیزو رسنیو پانړې مطابق په ګنر شمیر سکولونو کښې ماشومانو ته د شري او روبیلا ضد واکسین لګول شوي دي.
په دې لړ کښې د ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران خان په مشرۍ کښې د صحت محکمي ټيمونه په شاهين مسلم ټاؤن، لنډي ارباب او نورو سيمو کښې په سکولونو، حجرو او نورو ځايونو کښې ماشومانو ته د شري او روبيلا په ضد د ویکسین لګولو مرکزونه معاینه وکړه .
په دې مرکزونو کښې په سلګونو ماشومانو ته د شري او روبیلا ضد واکسین ولګول شول. د یادونې ده چې د شري په شان د روبیلا بیماري هم یو ډیره خطرناک بیماري ده چې د جرمني هیواد کښې خپره یو شري یو بیماري ده او ددې بیمارۍ نه وس په پاکستان کښې هم خپره شوې ده. د سرچینو مطابق په پیښور کښې هم د روبیلا بیمارۍ نه ډیر ماشومان متاثره دي.

Leave a reply