افغانستان کې د سرخکان ناروغي ډیره شوې ده
افغانستان کې د سرخکان ناروغي ډیره شوې ده
د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراختیا او همدا راز د واکسینو د نشتوالي له امله د سرخکان ناروغۍ مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.
(2021 / 11 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د سرخکان ناروغي د پراختیا په حال کې ده.
د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراختیا او همدا راز د واکسینو د نشتوالي له امله د سرخکان ناروغۍ مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.
دغه ادارې ویلي چې روان کال ۸۷ ماشومان د سرخکان له امله مړه شوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې مسوولینو رسنیو ته ویلي چې په ماشومانو کې هممهاله سرخکان او خوارځواکي د مړینې شمېرې نورې هم لوړولی شي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
دغه سرچینې همدا راز ټينګار کړی چې باید ژر تر ژره افغانستان ته د سرخکان واکسین ولېږدول شي.
بلخوا د افغانستان روغتیايي کارکوونکي هم وایي چې د سرخکان واکسین ختم شوي دي او که پر وخت مرسته و نه شي نو ښايي لا ډېر ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.