پیښور په سرکاري،ارزان نرخ خوراکي توکي عوام ته ورکولې شي
باغي ټي وي رپورټ
د صوبايي سرښار پيښور کښي د ضلعي انتظاميي تر څارني لاندي د خوراک محکمي په مرسته خلقو ته بوره په يوولس روپئ کښي ورکولي کيږي۔ په حيات اباد او چارسده روډ باندې خلکو ته د مرستې رسولو لپاره اوړه او بوره په ارزانه بازارونو کې ورکول کيږي چرته چې اوړه په 1100 روپۍ في بورۍ او بوره په 90 روپۍ کيلو ده.
د ډپټي کمشنر پیښور د فیس بک پانړې رپورټ مطابق د ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود په هداياتو ، راشن کنټرولر جمشيد خان آفريدي په مشرۍ کښې اسسټنټ فوډ کنټرولر کمال او فوډ انسپکټر وحيدالله ياسين، نياز علي او واصل په پرده باغ، ټاون، بڈھ بير، سسته بازارونو کښې 200 بوجۍ اوویشلې. د رپورټ مطابق په حيات آباد د اتوارورځې په ارزانه بازار کښې د حکومت له طرف نه د ارزان نرخ بورې نه ډک درې ټرکونه بوره په عام اولس کښې وویشل شول.