د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راغلی دی 

0
101

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راغلی دی 

ټاکل شوې چې په دې لیدنه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او سوداګریزو مسایلو خبرې وشي.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې افغانستان ته یو پلاوی لېږي او موخه یې هم د اړیکو پیاوړتیا ده.

 

(2021 / 11  / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته را رسېدلی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی او له افغان لوري سره به پر بېلو مسایلو خبرې کوي.

په دې پلاوي کې د ایراني حکومت د بېلو برخو استازي شامل دي چې شمېر یې پنځلس کسانو ته رسېږي او مشري یې ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي کوي.

ټاکل شوې چې په دې لیدنه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او سوداګریزو مسایلو خبرې وشي.

اړوند موضوعات: 

نماینده ویژه ایران در امور افغانستان صبح امروز وارد کابل شد

ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې افغانستان ته یو پلاوی لېږي او موخه یې هم د اړیکو پیاوړتیا ده.

تر دې وړاندې بیا د دواړو لورو کاري ټيمونو پر مهمو اقتصادي او سیاسي مسایلو کار پیل کړی و، چې ښایي پایلې یې په دې سفر کې شریکې کړل شي.

Leave a reply