په وزیرستان کښې لویه جرګه شوې ده
باغي ټي وي رپورټ
په جنوبي وزیرستان وانا کښې د دوتاني او وزير قبيلو ترمينځ د حدبندۍ په اړه د نهو قومونو احمدزيو وزيرانو وانا بازار کښې په ټانکي ګراونډ کښي لويه جرګه شوي وده.
په دې جرګه کښې د وزير او احمدزي قبائلو په لويه شميره برخه واخسته اود ډهول په غږولو ی په شریکه رقص هم کړې دې.
جرګې ته د زلي خيل قوم مشرانو ملک شيرين جان، ملک علاؤالدين، ملک سعيد الله خان او ملک سيف الله خان په دې اړه د اندېښنې څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې ځايي ضلعي انتظاميې او سکاوټس فورس په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى. د خلکو د ملاتړ په موخه یو اړخیزه حدبندي شوې، چې د وزیر زلي خيل قوم ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
د وزير عادل احمدزي په ګډون وزير او زلی خیل قومونو د حکومت څخه درې غوښتنې وړاندې وکړې او ويې ويل، چې د دوتني او د قومونو د وزير زاخوال تر منځ دې د کاکندرې د ملکيت شخړه د برتانوي متل له مخې تر سره شي، څو اوسنۍ حدبندي په يو اړخيزه توګه ترسره شي، دويم په جنوبي وزيرستان کې د عدليې فعالول دي، دريم دا چې احمدزى دې په سمدستي توګه د وزيراعلی خلاف غيرقانوني ايف آئي آر ختم کړي، د قبائيلي وزير په مشرۍ 180 کسيزه کميټۍ جوړه شوې خو دا کميټۍ به بې وسلې وي، په جرګه کښې فیصله وشوه چې د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به د پولیو په ګډون د هر ډول واکسین بایکاټ وي.