په خیبر پښتونخوا کښې د شري او روبیلا مرض مخنیوي لپاره د ویکسین لګولو مهم پیل شوې

باغي ټي وي رپورټ
ډائريکټر جنرل ډاکټر خطير احمد د احکاماتو په رڼا کښې ضلعي ايمرجنسي افسر سيد شعيب منصور د شري او روبيلا بیماریو په ضد د واکسین کمپاين لپاره د امبولینس او ريسکيو 1122 رسپانس ټيمونو کتنه اوکړه .
په دې موقع د ضلع خیبر ایمرجنسي افسر د ایمرجنسي مرکز کښې مقرر اهلکارو ته د هر قسمه بيړني صورتحال په صورت کښې د چمتو پاتې کیدلو امر وکړو. مشر اهلکار ته دا لارښودنه هم وکړه چې دوی دې ۲۴ ګهنټې د عام اولس په خدمت کښې وسي او خلقو ته د سهولتونو او اسانتیاوي پیدا کولو لپاره د ایمبولانس سروس چمتو وساتي.
ياده دې وي چې په خېبر ضلع کې د شري اوروبيلا بیمارۍ په ضد 12 ورځني کمپاين نن د نومبر له 15مې نېټې نه تر 27م نومبر پورې جاري وي.
په دغه کمپاين کې به د خيبر پښتونخوا د صحت د څانګې ټيمونه د ۹ مياشتو نه تر ۱۵ کالو پورې د ۵.۵ ميليونو نه زيات ماشومان ته د شري او روبیلا ضد واکسین ورکړي.





