تازه افغانستان کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي

0
194

تازه افغانستان کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي

دغه دوه پېښې په داسې مهال ثبتې شوي چې طالبانو د عقرب میاشتې په ۱۷مه د پولیو پر وړاندې ماشومانو ته د واکسین ورکولو پروګرام پیل کړ، چې له مخې به یې شااوخوا ۱۰ ملیونه ماشومان واکسین شي.

 

(2021 / 11 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دیاد وزارت د پولیو له‌منځه وړلو اضطراري، ملي او عملیاتي برخې مشر ډاکټر ولي شاه مومن رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه دوه پېښې په کندوز ولایت کې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې پېښو مسوولین د پولیو د واکسین پخواني پروګرام ته راجع کېږي چې یا په‌کې اداري فساد و، یا ښه پوښښ نه‌ورکول کېده.

اړوند موضوعات: 

آغاز کارزار خانه به خانه تطبیق واکسین پولیو در سراسر افغانستان

دغه دوه پېښې په داسې مهال ثبتې شوي چې طالبانو د عقرب میاشتې په ۱۷مه د پولیو پر وړاندې ماشومانو ته د واکسین ورکولو پروګرام پیل کړ، چې له مخې به یې شااوخوا ۱۰ ملیونه ماشومان واکسین شي.

پاکستان او افغانستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ یا پولیو مثبتې پېښې پکې له منځه نه‌دي تللي.

Leave a reply