پيښور ته د کرد ملا راتګ، د خلقو په کارخانو کښې رش، سرک بند

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا ښار او مرکز ته پېښورد کارخانومارکیټونو سړک له سهار راهیسې بند دې، د بي آر ټي سروس بند دې، د سرک د بندیدو له وجهې د ګاړو اوږده قطارونه جوړ شوي دي، د صوبائي حکومت نوم هم نه دی اخیستل شوی، د سهار راهسې د سړک بندېدو له وجې پښور ته راتلو او د پيښور نه واپس تلونکو ته سخت مشکلات رامخې ته شوي دي.
د تفصیلاتو له مخې پيښور ته د کرد ملا د راتګ په لړ کښې په سلګونو نارينه او زنانه د کارخانو صنعتي روډ باندې راغونډ شوي دي، د احتجاج له وجې صنعتي روډ بند، بي آر ټي سروس معطل کړے شو
په سوشل میډیا د کرد ملا یوه ویډیو خپره شوې ده، په دې ویډیو کښې د عراق هیواد نه راغلې یو ملا د خلقو په دم درود او دعا د معذورو خلقو علاج کوي، په ویډیو کښې ښکاری چې ګونګیان او کانړه روغ رمټ شو او خبری کول او اوریدل ی شروع کړل.
چې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه نو د هیواد له ګوټ ګوټ څخه خلک راغلي دي خو په د کرد ملا څه پته نه لګي او په پیښور کښې خلق د کرد ملا په انتظار دي او د سختو مشکلاتو سره مخ دي.






