د محمد زاده اګروال قتل په تور دوه کسان نیول شوي دي

0
137

باغي ټي وي رپورټ
د ملاکنډی پولیسو دوه داسې کسان نیولي دي چې د پولیسو مطابق په دوی تور دې چې ځوان خبریال او سماجي شخصیت، او پخوانۍ د پیښور یونیورسټي کښې د ملاکنډ د زده کوونکو اتحادیی مشر محمدزاده اګروال ی وژلې دي.

په رسنیو باندې د هغه دو کسانو تصویر هم خپور شوې دې چې په دې کسانو تور لګول شوې دې چې دې کسانو اګروال په ډزو ویشتلې او وژلې دې.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې محمدزاده اګروال د ډپټي کشمنر ملاکنډ د سیوري لاندې په راجوړه شوې یوه غونډه کښې د نشه یی توکو پلورونکو او جرایم پیشه خلقو په ضد آزادې خبرې وکړی او وې ویل چې ددوی په ضد د کاروایی وشې خو له بده مرغه یو څو ورځې پس محمد زاده اګروال په خپله هم ددې نشه یی توکو او مافیا له اړخه قتل شو خو په ده چې چا حمله وکړه هغوي په هغه وخت وتښتیدل او معلوم نه شول.
پولیس وایی چې دې دوه کسانو نه ی پلټنې پیل کړې دې او د اګروال د قتل په اړه به دوې نه تحقیقات وشی او که دوی باندې دا قتل ثابت شو نو سزا به ورکړي.

Leave a reply