د آرمي پبلک سکول د ترهګریز برید پاکستانۍ قوم یو موټې کړو: عمران خان
باغي ټي وي رپورټ
د آرمی پبلک سکول ورسک روډ په پیښور د شهیدانو ماشومان په اوومه کلیزه د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کې ویلي دي چې پاکستاني قوم باید په ملک کې د فرقه اییز ،مذهبي او نسلی تعصب له ماتې ورکولو لپاره یو موټې او په اتفاق شی چې دا هیواد نور هم مضبوط شي.
عمران خان په خپل بیان کې ویلي دي چې زه نن ټول ملت ته باور وركوم چې دښمن به هېڅکله د پاکستاني اولس حوصلې كمزورې نه كړي۔
د اې پي پي رپورټ مطابق ، د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم عمران خان د آرمي پبلك سكول پېښې 7 كلونو په بشپړ كېدو خپل پېغام كښې ووئيل دا ننۍ ورځ پاكستاني اولس ته دغه غمجنه پېښه يادوي كله چې بزدله شرخوښو عناصرو زمونږ د اولس په سباؤن ٬ تش لاسه كوچنيانو بريد كولو سره داماشومان په ډیره بې دردې سره شهیدان کړل.
هغه زیاته کړه چې وخت ثابته کړې چې ترهګري هېڅ مذهب او قوم نه لري، او تر شا یې یو بزدلانه فکر وي چې د خپلو ناوړه سیاسي مقصدونو ترسره کولو لپاره تش لاسه کوچنیان هم كارولې شي او وژلې شي.
عمران خان ویلي دي چې د پیښور آرمي پبلک سکول د زده کوونکو قربانۍ به بې ځایه نه ځي ، هغه زیاته کړه چې ددې بدې پیښې نه پس پاکستاني ملت یو موټې شو او د ترهګرۍ په ضد نور هم مضبوط شوې دې.