د خیبرپښتونخوا حکومت په صوبه کې د امن او امان ساتلو لپاره یو ښه ګام

0
89

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې په مرکز کې د امن او نظم د وضعیت د لا ښه کولو لپاره د یو مهم ګام په توګه د “ابابیل سکواډ” په نوم ځانګړی ګزمه ځواک جوړ کړی دی.

دا ځواک په صوبه کې دا ذمه واري ترسره کوي چې خلقو ته امن وي او ددوی حفاظت وشي او په صوبه کې د جرمونه مخه هم ونیول شي.
په پیل کې به دغه سکواډ ۲۰۰ موټرسایکلونه او ۸۰۰ روزل شوي پولیس پرسونل ولري چې شپه او ورځ به د ښار په واټونو او کوڅو کې ګزمې کوي.
دا هلکار به په ځانګړو لباسونو وی او دا ځانګړې ګزمه ډله به د بېسیم مواصلاتو، باډي کیمرونو، ډرون کامرو او نورو عصري وسایلو باندې سمبال وي او هر وخت به د مرکزي کنټرول روم سره وصل وي چې اولس لپاره ښه خدمت وکړي او دوی لپاره اسانتیاوي پیدا کړي.

Leave a reply