تورخم پوله افغانستان لپاره محدوده نه ده، دا سرحد د منځنۍ آسیا لپاره یوه لویه دروازه هم ده. د خیبر چیمبر اف کامرس

0
274

نصیب شاه شینواري
د خيبر چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر او د پاکستان بارډر ټريډ کونسل چيرمين سيد جواد حسين کاظمي، سينئر ګروپ مشر يوسف آفريدي او سينئر ايګزيکټيو هارون صابر په لنډي کوتل پريس کلب کښي میټ دي پریس پروګرام ته د وينا په مهال اوويل چي د تورخم پوله صرف د افغانستان لپاره محدوده نه ده، بلکې دا پوله د منځنۍ اسیا لپاره یوه لویه دروازه هم ده.

دوی اوویل چې په تورخم پوله سوداګر یو شمیر ستونزو سره مخ دي، هغوی اوویل چې په پوله دې د سوداګرۍ ښه کولو او د پاکستان او افغانستان تجارت ته وده ورکول لپاره اسانتیاوې ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه، چې د خېبر ضلعې په ملاګورو سيمه کښې د سنګ مرمرو صنعت چې سلګونه کسان په کارروزګار بوخت دي، خو له بده مرغه چې صنعتکارانو ته د برېښنا په ګډون هېڅ ډول اساسي اسانتياوې نشته، چې له امله يې صنعتکارانو ته په کروړونو روپیو مالي زیان رسیږي.

د چیمبر مشرانو اوویل چې حکومت دې د ملاګوري او باړې په شمول د خېبر ضلعې تاجرانو ته ټول واجبات ورکړي او د باړې دوکاندارانو ته دې بقایا روپۍ هم ورکړي.
صدر جواد حسین کاظمي وویل د خیبر چیمبر آف کامرس د جوړولو مقصد دا وو چې د خیبر په قبائیلي ضلعو کښې د تجارت او په خاصه توګه د وارداتو او صادارتو سره تړلو تاجرانو ته د اسانتیاو د برابرولو او د هغوي د تجارت د لا پراختیا لپاره د یو چیمبر د جوړولو ضرور وو د کوم لپاره چې ما او زما همکارانو په 2016 کې منظمه مبارزه پیل کړه خیبر ته مو چیمبر راړو او د پیښور یو مشهور صنعتکار او د یوې معززې کورنۍ سره تعلق لرونکی حسن علي شاه د خیبر چیمبر آف کامرس او صنعت لومړی صدر جوړ شو او د خیبر د ضلعې او تورخم بارډر باندې د سوداګرو یو منظم او فعال تنظیم په رسمي ډول په دې سیمه کښې کار کول پیل کړل.

مشرانو اوویل چې په خېبر ضلع كښې نه كومه كارخانه شته او نه په دې سیمه کښې کرکرونده ٬ هغه ووئيل چې مونږ په خېبر ضلع كښې د سیمنټو کارخانې جوړولو لپاره په بېلا بېلو فورمونو غوښتنه كړې ده.

هغه زياته کړه، چې له هند سره پر پوله سوداګري کېږي، خو له بده مرغه د تورخم پر پوله چې د خلکو د ژوند يوازينۍ سرچينه په تورخم پوله مزدوري ده نو باید د ځایی اولس څخه دا روزګار وا نه خستل شی او په پوله دې سوداګرو ته اسانتياوې ورکړل شی.
د چیمبر مشرانو غوښتنه وکړه چې قبایلي سیمې دې را روان لس کلونو لپاره د ټیکس څخه آزادې اعلان شي ځکه داس سیمې د ترهګرۍ او ناامنې په وجه ډیرې بدې اغیزمنې شوي دي.
نوموړي وويل، چې د خيبر پاس اقتصادي دهلېز په څېر يوه ستره پروژه، چې په دې او اقتصادي زون جوړېږي، له حکومته يې وغوښتل، چې ژر تر ژره دې پر دې پروژې کار پيل کړي.
د چیمبر مشرانو اوویل چې د خیبر غرونه د معدنیاتو څخه ډک دي او دې غرونو څخه مالي ګټه پورته کولو لپاره دې حکومت منصوبه بندي وکړي او د بهر ملکونو څخه د مشینري اخستلو او راړولو لپاره دې اجازه ورکړل شی او په دې مشینري دې ټیکس معاف کړې شي.

د خیبر چیمبر نایب صدر ظهیر الله خان شینواری وايي، د ایمپورټ او ایکسپورټ توکو وړونکو د کلیرینس په اړه له سختو ستونزو سره مخ دي، د ټولو اسنادو له موجودیت سره سره په سلګونو بار وړونکي موټر دواړو غاړو ته ولاړ دي، چې له امله یې سوداګر له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، دوی غوښتنه وکړه چې ټرانزټ او تازه میوو د ګاړو د کلیرینس په اړه دې د سوداګرو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وشی او د ګاړو کلیرینس دې زر تر زر ترسره شی چې ګاړي په پوله واوړي او سوداګر د مالي ستونزو څخه بچ شي.

Leave a reply