د اسلام اباد هائي کورټ د سایفر او توشه خانه کيسونو کښې د عمران خان د دواړو اپيلونو په اړه خصوصي بينچ جوړ کړے دے

0
67

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د سایفر او توشه خانه کيسونو کښې د عمران خان د دواړو اپيلونو په اړه خصوصي بينچ جوړ کړے دے۔

د اسلام اباد هائي کورټ رجسټرار د عمران خان د اپيل اورېدنه د دوشنبې په ورځ ټاکلې ده چې د چيف جسټس عامر فاروق او جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب په مشرۍ يو خاص بنچ به اورېدنه کوي.
د دې نه علاوه د سایفر کيس کښې د شاه محمود قرېشي اپيل هم د ګل په ورځ اورېدنه ټاکلې شوې ده۔

بلخوا د بشری بي بي د توشه خانې درخواست هم اورېدنې لپاره ټاکل شوې دې. سپېشل بنچ به د عمران خان، شاه محمود او بشریٰ بي بي د اپيلونو اورېدنه کوي او د سزا معطلولو او په ضمانت د خوشي کېدو درخواستونه به هم اوري.

Leave a reply