د انرجي وفاقي وزير محمد علي صارفينو ته خبردارے ورکړے دے چي ګيس به نه صرف ګران شي بلکه په ژمي کښي به هم نادره شي، مشتريانو ته به د دوا په شان ګيس سحر دوه او ماښام دري ځلي ميلاويږي۔

0
145

باغي ټي وي رپورټ

اسلام آباد کښې د اطلاعاتو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي سره د ملاقات په مهال ميډيا سره خبرو کښې د انرجۍ نگران وزير اووېل چې د ژمي په موسم کښې به د سهار، ماسپښين او د شپې اته ګهنټو لپاره د ګيس سپلائي يقيني کولے شي او په دې لړ کښې به کورنې اولس ته د ګيس سپلائي يقيني کولے شي۔ په هیواد کې د ګازو مقدار به په ژمي کې عرضه شي.

ده ووئيل د دسمبر لپاره 2 د ايل اين جي كارګو بندوبست كړې شوي دي٬ د ګيس په نوو كنكشنونو بنديز به پاتې وي ځكه چې په هېواد كښې د نويو كنكشنونو لپاره ګاز نشته۔

د انرژۍ وزير وويل د دسمبر لپاره د ايل اين جي دوه اضافي کارګوز پېرل شوي دي، په داسې حال کې چې د جنورۍ لپاره به دوه نور ايل اين جي کارګو د سپاټ مارکيټ څخه پېرودلې شي، چې قيمت يې ٤٠٠ روپو ته پورته کړل شوى دى.

د انرژۍ وزير وويل د ګازو د نرخونو حتمي منظوري به وفاقي کابينه ورکوي خو د اي سي سي لخوا د نرخونو منظورۍ وروستو به د 4500 اربه روپو نه زيات د انرجي قرضه نوره نه زياتيږي.

Leave a reply