نړیوال بانک د پاکستان د خصوصي کولو پر بهیر پوښتنې راپورته کړې.

0
109

باغي ټي وی رپورټ

نړیوال بانک وايي، د سیاسي لاسوهنو او یا په محکمو کې د مقدمو له امله به د خصوصي کولو بهیر اغېزمن شي، د جنوبي اسیا په هېوادونو کې د پاکستان د دولتي شرکتونو ګټه تر ټولو ټیټه ده، په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د دولتي شرکتونو ګټه د GDP ۰.۸ سلنه وه په 2020 کې د دولتي شرکتونو ضایعات د GDP 0.4 سلنې سره مساوي وو.

نړیوال بانک ویلي، د پاکستان د خصوصي کولو پروګرام د ۲۰۰۷ کال د سترې محکمې له حکم، د سترې محکمې د پاکستان سټیل ملز او ریکوډیک پریکړو وروسته، چې د نړیوال تړون د سرغړونکي په توګه راڅرګند شو، په ټپه درېدلی دی.

د ورلډ بينک وينا ده چې د پي ټي آئي په دور کښې د پاکستان کيپيټل ايکټ نجکاری نوره هم ځنډولې شوې وه، د مزدور اتحاد له وجې د بجلۍ سيکټري ادارو نجکاری نه وه شوې ولې د جي اليکټرک د نجکاری نه پس هم کارکردګي کمه شوې ده۔ نا اطمینانه پاتې شو.

نړیوال بانک زیاته کړې، چې حتی سیاسي ګوندونه هم د خصوصي کولو پر پروګرام موافق نه دي او د نورو هېوادونو دولتي شرکتونه د خصوصي کولو په اړه له محکمو سره مخامخ دي.

Leave a reply