هېواد کې د بورې د زياتېدو لړۍ لا نه ده درېدلې، په کوئټه کې د بورې بيه له ١٥ روپو نه تر ٢٠٥ روپو پورې لوړه شوې.

0
102

باغی ټی وی رپورټ

د حکومت اعلانونه او نوټس هم د منافع خورانو مخه نه شي نیولی او د ملک په مختلفو ښارونو کې د شکرې دوه سنچري رامخې ته شوي دي.

پيښور کښي هم د بوري په نرخ کښي غير معمولي اضافه شوي ده، کوم چي د پيښور عام بازارونو کښي په سل روپئ کلو کښي موجوده بوره اوس په دوه سوه روپئ خرڅيږي۔

د پی ډی ایم حکومت د بورې صادرولو اجازه ورکړې وه خو نگران حکومت د بورې په صادراتو بندیز لګولی دی.

د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار ادعا کړې ده چې هېواد کې د شکرې ډېرې ذخيرې شته او د بورې د نرخونو د زياتېدو لامل خرابه حکومتداري او بې ايمانه سوداګري ده.

دوه وخته ډوډۍ ختمه شوه، اوس یو وخت ډوډۍ هم ستونزمنه شوې ده

بل خوا د انفلاسیون په چټلو پسي ځپلي خلک بې وسه دي او وايي چې دوه وخته ډوډۍ خو لرې خبره ده، اوس د یوه وخت ډوډۍ هم ستونزمنه شوې ده.

د کراچۍ په بازارونو کې د سبزیجاتو نرخونه اسمان ته رسېدلي، د یو کیلو مڼو بیه ۴۰۰ روپۍ او اوکرا ۱۶۰ روپو ته رسېدلې ده.

ښاريان وايي، چې رسمي نرخونه په کې نه ښودل کېږي، هټيوال په خپله خوښه کار کوي.

بل خوا په لاهور کې د اوړو د شل کيلو بورۍ بيه ۲۸۰۰ او د ماش دال ۶۰۰ کلدارو ته رسېدلې ده. د اسلام اباد په اتوار بازار کې د خوراکي توکو لوړې بیې د غریبو خلکو ذهنونه ګډوډ کړي دي.

Leave a reply