د کراچي لیاقت آباد سیمي ته په سلګونو زنانه د مفت راشن ورکولو اعلان باندي راوتلي دي.

باغی ټی وی رپورټ
د زنانو راغونډیدو له وجې په لیاقت آباد پوسټ آفس کښې ټرافیکي نظام ګډوډ شو او زنانه د سهار راهسې د راشن ویشلو اعلان کولو د خصوصي ادارې ګاډې ته انتظار باسي.
مېرمنو د راشن کارډونو نه ترلاسه کولو پرضد احتجاج کړی چې له امله یې د موټرو اوږده کتارونه پراته دي.
پوليس وايي د زنانو په وينا دوي ته پخپله معلومه شوه چې دلته ريش کارډونه ويشل کيږي نو د اطلاع ترلاسه کولو نه پس زنانه پخپله راغله او د سړک په غاړه ناست وو خو په دې اړه پوليسو ته څه معلومات نه دي ورکړي شوي .
دپوليسو وينا ده چې دښځو سره دخبرو اترو وروستو هغوي بيرته ليږل شوي اؤ لاره يې پرانستل شوې ده.
بل خوا د سندهـ د ګورنر وياند وايي چې نن په لياقت اباد کې د پاکستان د زورواکو د راشن کڅوړو د وېش په اړه کوم اعلان نه دی شوی او نه هم د راشن کڅوړو کارتونه وېشل شوي دي.
هغه زياته کړه چې پرون په الکرم چوک کې يو کمپ جوړ شوى و، په رجسټرډ خلکو کې راشن وېشل شوى و، نو له خلکو غوښتنه شوې چې افواهاتو ته غوږ ونه نيسي، د راشن ترلاسه کولو لپاره دې يواځې اړوند کمپ يا ګورنر هاؤس کې راجستر شي.






