Tag: Shahbaz Sharif
-

د پاکستان تحریک انصاف پخوانۍ مشرې شیرین مزاري لور ایمان مزاري یو ځل بیا نیول شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ د اسلام اباد یوې محکمې نن د غدارۍ او خیانت په مقدمه کې د ایمان مزاري ضمانت منظور کړ چې وروسته هغه له اډیاله جېل خوشې شوه. کله چې ايمان مزاري له اډياله جيل څخه ازاده شوه نو د اسلام اباد پوليس د جيل نه بهر موجود وو چرته چې پوليسو…
-

د سيکرټ ايکټ لاندې جوړې شوې ځانګړې عدالت د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي په پرله پسې دريم ځل جسماني ريمانډ منظور کړے او هغه يې د دوه ورځو لپاره ايف آئي اے ته حواله کړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ د اسلام اباد خاص عدالت جج ابوالحسنات د شاه محمود قرېشي خلاف د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې ايف آئي اے هغه د درې ورځو جسماني ريمانډ پوره کېدو سره عدالت ته وړاندې کړو. د نيب لخوا اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار نقوي عدالت ته او د شاه محمود لخوا بابر اعوان او…
-

د پنجاب په وزيراباد ښار او شاوخوا سيمو کې د برېښنا د درنو بلونو د نه ادا کولو په اړه په جومات کې اعلان وشو.
باغي ټي وي رپورټ په ټول پاکستان کې د برېښنا د درنو بلونو پر ضد خلک په پرله پسې ډول لاريونونه کوي، چې له امله يې نه يوازې د برېښنا بلونه سوځول شوي، بلکې له حکومته يې د ټيکسونو د لرې کولو غوښتنه هم کوي. له وزيراباد او شاوخوا سيمو څخه يوه ويډيو خپره شوې…
-

د پاور ډويژن چارواکو د سېنېټ قائمه کمېټۍ ته د بجلۍ په بلونو د لګولو شوو ټېکسونو تفصيلات وړاندې کړي دي.
باغي ټي وي رپورټ د سېنېټ د برېښنا په اړه د قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر سېف الله ابڑو په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د برېښنا وزارت چارواكو هم ګډون وكړو۔ د کميټۍ چيئرمېن سيف الله ابڑو پوښتنه وکړه چې د بجلۍ نرخ ولې زيات شوی دی، علت يې ووايه، د پاور فنانس جوائنټ…
-

د سندهـ د بجلۍ پخواني وزير امتياز شيخ د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي په غبرګون کې ويلي چې خلک د بجلۍ د ګران بيه بلونو د ادا کولو توان نه لري نو نگران حکومت دې په فوري توګه د بجلۍ په نرخونو کې د ١٥ نه تر ٢٠ روپو پورې کم کړي.
باغي ټي وي رپورټ خپل يو بيان كښې امتياز شيخ ووئيل د بجلئ په نرخونو كښې د ناڅاپه زياتوالي په ضد د خلكو احتجاج د اندېښنې وړ دے٬ د كورنيو صارفینو لپاره د مرستې حد دې له 200 يونټ نه 300 يونټ ته اوچت كړې شي٬ په داسې حال كښې چې د بيورو كريټ او…
-

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) سمدلاسه د 23 ملیارد روپیو د ورکولو غوښتنه وکړه.
باغي ټي وي رپورټ د پي آئي اے په غوښتنه د خزانې وزارت وئيلي دي چي دوي په سمدستي توګه د فنډ ورکولو په پوزيشن کښي نه دي، پي آئي اے دي د تجارتي بينکونو نه د قرضونو بندوبست وکړي۔ د مالیې وزارت په دې نظر دی چې PIA باید د کار وړ بیا تنظیم…
-

د کراچۍ په بېلا بېلو ضلعو کې د کانجنکټيواټس ناروغي په چټکۍ سره مخ په زياتېدو ده.
باغي ټي وي رپورټ د سول هسپتال د امراضو د څانګې مشر پروفېسر مظهرالحق جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چې په کراچۍ کښې د کنجکټيواټس په مرض کښې په چټکۍ سره زياتوالے راغلے دے. د پروفېسر مظهرالحق په وینا د کراچۍ په مختلفو ضلعو کې د هر عمر خلک د سترګو په ناروغۍ…
-

اټارني جنرل عدالت ته د پي ټي آئي چيرمين ته په جيل کښي د سهولتونو په اړه رپورټ جمع کړے دے۔
باغي ټي وي رپورټ د پاکستان اټارني جنرل سپریم کورټ ته د پي ټي آئي چیرمین عمران خان ته په جېل کښې د سهولتونو په اړه رپورټ جمع کړې دې. اټارني جنرل د پاکستان د چيف جسټس عمر عطابنديال په چيمبر کښې سيل بند رپورټ جمع کړے دے۔ د ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي…
-

د روغتيا د نړيوال سازمان د پوليو بېړنۍ کمېټې په پاکستان او افغانستان کې د پوليو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ د روغتيا نړيوال سازمان د پوليو بېړنۍ کمېټې ويلي، چې په پاکستان کې د پوليو د خپرېدو خطر لا هم پر ځای دی او په پاکستان کې لا هم ډېر ماشومان د پوليو له څاڅکو بې برخې دي. د روغتيا نړيواله اداره وايي سياسي بې ثباتي، د امن او نظم وضعيت…
-

د لاهور په ګلبرګ سیمه کې د یوه شاپنګ مال په چت کې پروت هوټل کې اور لګېدلی چې له امله یې ټول هوټل سوځېدلی دی.
باغي ټي وي رپورټ د ریسکیو ویاند وینا ده چې اور لګیدلی هوټل د شاپنګ مال په چت کې پروت وو چرته چې اور لګیدلی دی. د اور لګېدنې له امله د لوګي لوګي تر لرې لرې ليدل کېدل، په شاپنګ مال کې د وېرې له امله ټېل ماټېل رامنځته شو او د ګلبرګ په…