اټارني جنرل عدالت ته د پي ټي آئي چيرمين ته په جيل کښي د سهولتونو په اړه رپورټ جمع کړے دے۔

0
100

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان اټارني جنرل سپریم کورټ ته د پي ټي آئي چیرمین عمران خان ته په جېل کښې د سهولتونو په اړه رپورټ جمع کړې دې.

اټارني جنرل د پاکستان د چيف جسټس عمر عطابنديال په چيمبر کښې سيل بند رپورټ جمع کړے دے۔

د ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي چيئرمېن په جيل کښې د سهولتونو په اړه د جسټس مظهر او جسټس مندوخېل په چيمبر کښې رپورټ جمع کړے شوے دے۔

سپريم کورټ د اګست په ۲۴ مه د پي ټي آئي د چيئرمېن د جيل سهولتونو په اړه رپورټ جمع کولو حکم کړې وو۔

عمران خان ته په جېل کې کومې اسانتیاوې شته؟

تر دې وړاندې په خبرونو کې ویل شوي وو چې د عمران خان د جېل 2/1 برخه په بیرک نمبر 3 کې بدله کړې شوې ده، په داسې حال کې چې هغه د جېل دستوره بهر خوراک ترلاسه کوي، سهار وختي د پي ټي ايي چئیرمین کبیرک ته د جیل په احاطه کې د ګرځېدو اجازه هم ورکړل شوې ده. .

سرچينې زياته کړې چې عمران خان د سهار په ١١:٣٠ بجو ناشته پيل کړه او هره ورځ ورته مېوې هم ورکول کېږي.

نوی تشناب، میز، څوکۍ او نورې اسانتیاوې

د اګست په 22مه نېټه د جيلونو د څانګې وياند څرګنده كړه چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د جيل د قوانينو مطابق ټولې اسانتياوې وركړې شوي په كوم كښې چې يو نوے تشناب هم جوړ كړے شوے دے۔

د اټک جيل د ايډيشنل سيشن جج د دورې په رپورټ په غبرګون کې د جيلونو د څانګې وياند وويل چې د پي ټي ائي د چيئرمېن په کوټه کې يو نوی تشناب جوړ کړی شوی دی چې دیوالونه يې 5 فټه لوړ دي او نوې دروازه هم لګولې شوې ده. دا یو لویدیځ کموډ او د مینځلو بیسن هم لري.

د جيلونو د څانګې وياند ترمخه د عمران خان لپاره جوړ شوي تشناب کښې د حمام صابون، عطر، ائیر فريشنر، تولیه او ټشو پیپر شته، په کوټه کې بستر، تکیه، توشک، میز، څوکۍ، د ائیرکولر ایگزاسټ فین هم شته. میوه، شات، خرما، د لمانځه ځایونه، قرآن کریم له انګلیسي ژباړې او کتابونه هم ورکړل شوي دي.

Leave a reply