د کراچۍ په بېلا بېلو ضلعو کې د کانجنکټيواټس ناروغي په چټکۍ سره مخ په زياتېدو ده.

باغي ټي وي رپورټ
د سول هسپتال د امراضو د څانګې مشر پروفېسر مظهرالحق جيو نيوز سره خبرو کښې وئيلي دي چې په کراچۍ کښې د کنجکټيواټس په مرض کښې په چټکۍ سره زياتوالے راغلے دے.
د پروفېسر مظهرالحق په وینا د کراچۍ په مختلفو ضلعو کې د هر عمر خلک د سترګو په ناروغۍ اخته دي او د سترګو دغه ناروغي له یو کس څخه بل ته خپرېږي.
نوموړي د دې ناروغۍ د نښو په بيانولو سره وويل، چې د دې ناروغۍ عامې نښې د سترګو اوبه، سوري او خارش دي، په داسې حال کې چې د عينکو اغوستل د ناروغۍ په خپرېدو اغېز نه کوي.
د ملکي روغتون د سترګو د ناروغيو د څانګې مشر د مخنوي تدبيرونو د بيانولو پر مهال وويل، چې له سترګو څخه د مايعاتو په ښه توګه پاکول اړين دي، ناروغ بايد سترګې په نسج او يا په پاکې او نرمې جامې پاکې کړي.
هغه دا هم لارښوونه کړې چې متاثره شوی کس باید خپل تولیه، صابون او بالښت جلا وساتي.






