Tag: ANP
-

د پيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني وئيلي دي چې د نگران حکومت لخوا د پاکستان انټرنيشنل ايئر لائنز (پي آئي اے)، اسلام آباد ائيرپورټ او نورو ادارو خصوصي کول د آئين او قانون خلاف کار دي۔
باغی ټي وي رپورټ د پيپلز پارټۍ سينيټر وويل د نگران حکومت دنده دا ده چې د اليکشن کميشن په مرسته په ۹۰ ورځو کې شفاف انتخابات ترسره کړي. هغه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو کمېسيون دې د اساسي قانون او قانون له مخې د ټاکنو نېټه اعلان کړي. ياده دي وي چي د پيپلز…
-

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، د افغانستان خاوره باید د ترهګرو لپاره ونه کارول شي، پاکستان تل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړی دی.
باغی ټي وي رپورټ په امريکا کې دملگرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ په روانه غونډه کې دگډون په مهال ايشيا سوسائټي ته په وينا کې ده وويل اقتصادي پرمختيا دپاکستان په لمړيتوبونو کې ده، چين دپاکستان ستر تجارتي شريک دى. د بله پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هم په نیویارک کې…
-

د پاکستان پيپلز پارټۍ مرکزي مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې مونږ د نگران وزيراعظم لپاره کميټي جوړه کړه او پينځه نومونه مو ورکړي وو خو هر څه پورته شول.
باغی ټي وي رپورټ اسلام اباد کې دخبرو په مهال هغه وويل اوس يواځې دعا ده چې نگران وزيراعظم دې شفاف انتخابات ترسره کړي. ده زياته کړه چې محسن نقوي ته آصف زرداري د ماشومانو په شان مينه ورکړې وه خو که څوک بيرته لاړ شي نو څه کولى شي. خورشيد شاه وويل د نيب…
-

په لاهور کې د سکانو ټولنې په کاناډا کې د خالصتان تحریک د مشر هردیپ سینګ د وژنې پر ضد سخته مظاهره وکړه او د هند پر ضد یې شعارونه ورکړل.
باغی ټي وي رپورټ د مظاهرې ګډونوالو د هند لومړی وزیر مودي د هردیپ سینګ قاتل وباله او تور یې پورې کړ چې د سیکانو د مشر په وژلو کې د هند استخباراتي اداره لاس لري او دا ډول وحشیانه اقدامات د خالصتان غورځنګ نه شي کمزوری کولی. د ټولې نړۍ په څېر په پاکستان…
-

په راني پور کې د یوې لس کلنې کورنې کارکونکې فاطمې د وژل کېدو په قضیه کې د حویلی درې کارکوونکي چې پرون نیول شوي وو، له څېړنو وروسته خوشې شول.
باغی ټي وي رپورټ د پولیس وینا ده چی مرکزی ملزم پیر اسد شاه او کمپاؤنډر امتیاز د رانی پور پولیس سټیشن نه د ترهه ګرئ ضد محکمی (سی ټی ډی) سکر پولیس سټیشن ته د تحقیقاتو لپاره منتقل کړی شوی دی. د وژل شوې نجلۍ د خپلوانو په غوښتنه د مقدمې پلټنې د سي…
-

چیف جسټس قاضي فائز عیسی د پاکستان بار او سپریم کورټ بار کونسل مشرانو سره یوه مهمه غونډه کړې او د بنچونو جوړولو، التوا او د عاجلو مقدمو د ژر اوریدنې په اړه یې وړاندیزونه غوښتي دي.
باغی ټي وي رپورټ د غونډې وروستو ميډيا سره په خبرو كښې د پاكستان بار كونسل ايګزيكټيو كمېټۍ چيئرمېن حسن رضا پاشا وويل دا پرېكړه شوې چې يوه كمېټۍ به جوړه كړے شي چې پكښې به د بار استازې هم شامل وي او د عاجلو قضيو د ژر اورېدو لپاره به فېصله كولې شي۔ د…
-

په ملک کښي د بجلئ چور خلاف کاروائي روانه ده د فيصل آباد اليکټريک سپلائي کمپني (فيسکو) د سيمي نه 128 نور بجلي چور نيولي دي۔
باغی ټي وي رپورټ فیسکو د برېښنا د غلا په اړه د راپور ورکولو لپاره د ښاریانو لپاره د انعام اعلان هم کړی، چې د برېښنا د غلا په اړه راپور ورکوونکي ته به د اختلاس لس فیصده د انعام په توګه ورکول کېږي. د فيسکو چيئرمېن وايي چې د برېښنا غلا په اړه اطلاع…
-

د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) مشرې کریسټالینا جورجیوا ویلي، له پاکستانه یوازې پر شتمنو مالیه لګول کېږي او د بې وزلو ساتنه کېږي.
باغی ټي وي رپورټ په نيويارک کې د نگران وزيراعظم انورحق کاکړ سره تر ليدنې وروستو د ائي ايم ايف منيجري ډائريکټر کريسټالينا جورجيوا جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې وويل دا هغه څه دي چې د پاکستان خلک هم غواړي. نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د نړيوال وجهي صندوق له مشرې سره ليدنه رغنده…
-

نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د فکري حقونو په نوم بايد د غريبو ملکونو سره نا انصافي وشي.
باغی ټي وي رپورټ په امریکا کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د وبا په اړه په یوه غونډه کې لومړي وزیر وویل چې د کرونا واکسین په وېش کې هم نابرابري څرګنده شوې ده. د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د موسمي بدلون په اړه یوې غونډې ته د…
-

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په کاناډا کې د یوه سکه تبعه په وژل کیدو سره د هند لخوا د غیر قضایي وژنو لړۍ په نړیواله کچه خپره شوې ده.
باغی ټي وي رپورټ د خارجه دفتر ترمخه د هند خفيه اداره RAW د لسيزو راهسې په جنوبي ايشيا کښې په اغوا او وژنو کښې فعاله ده، پاکستان د RAW د جاسوسۍ او هدفي وژنو هدف دے. د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ په اوونيزه پريس بريفنګ کښې وئيلي دي چې د هندوستان لخوا…