د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، د افغانستان خاوره باید د ترهګرو لپاره ونه کارول شي، پاکستان تل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړی دی.

0
144

باغی ټي وي رپورټ

په امريکا کې دملگرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ په روانه غونډه کې دگډون په مهال ايشيا سوسائټي ته په وينا کې ده وويل اقتصادي پرمختيا دپاکستان په لمړيتوبونو کې ده، چين دپاکستان ستر تجارتي شريک دى.

د بله پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هم په نیویارک کې د اسلامي همکاریو د سازمان (او آی سي) په مشرۍ د جمو او کشمیر د همغږۍ ډلې په غونډه کې ګډون وکړ.

ملاقات كښې نگران خارجه وزير د هند ظلمونو او بې انصافيو په اړه بريفنګ وركړو٬ د سعودي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان هم غونډه كښې ګډون وكړو۔

خپل خطاب کښې ده ووئيل سعودی عرب په مصيبت ځپلو هېوادونو كښې مرستې ته تيار دے، د جمو او كشمير اولس هم په متاثره هېوادونو كښې شامل دي۔

Leave a reply