په ملک کښي د بجلئ چور خلاف کاروائي روانه ده د فيصل آباد اليکټريک سپلائي کمپني (فيسکو) د سيمي نه 128 نور بجلي چور نيولي دي۔
باغی ټي وي رپورټ
فیسکو د برېښنا د غلا په اړه د راپور ورکولو لپاره د ښاریانو لپاره د انعام اعلان هم کړی، چې د برېښنا د غلا په اړه راپور ورکوونکي ته به د اختلاس لس فیصده د انعام په توګه ورکول کېږي.
د فيسکو چيئرمېن وايي چې د برېښنا غلا په اړه اطلاع ورکوونکو ته د انعامونو په ورکولو سره به د بجلۍ غلا په ضد کمپاين نور هم موثر شي.
د فیسکو د ویاند له مخې د دغه کس نوم به هم پټ ساتل کیږي او د فیسکو ټیم چې څوک ریکوری کوي د انعام حقدار به هم وي.
د وياند په وينا، تر دې دمه ۱۳۵ برېښنا چور نيول شوي او له ۳۸۳ زرو څخه زياتې برېښنا يې ترلاسه کړې ده.
د ګوجرانواله سيمې نه هم ۵۷ بجلئ چوران نيولې شوي او د بجلئ غلا کونکو په ضد 16 لاکه 71 زره روپۍ جرمانه هم درج کړې شوې ده۔
بل اړخ ته د ملتان اليکټرک سپلائي شرکت (ميپکو) لخوا د عملياتو په مهال ملتان سيمه کښي د بجلۍ 161 غير قانوني کنکشنونه نيولي شوي دي۔
د ملتان پشمول جنوبي پنجاب کښې د بجلئ 126 نورو چورانو په ضد مقدمې درج کړې شوې او دوه کسان نيولې شوي دي۔
د حیدراباد اليکټرک سپلائي شرکت (هېسکو) لخوا روانو عملياتو کې تر دې مهاله په سيمه کې دبريښنا چور څخه 12 کروړه روپۍ اخستل شوي دي په دغه ترڅ کې 46 مقدمې درج شوي اؤ 4 کسان نيول شوي دي.
د حيسکو سپرنټنډنټ انجنئير ترمخه د کاروائي دوران دوه ايس ډي اوز او دوه لائن مينان هم معطل کړے شوي دي۔