ارغندۍ تر دُراني بازاره د ۲۷ کیلو متره سړک د بیارغونې پروژه پرانستل شوه

ارغندۍ تر دُراني بازاره د ۲۷ کیلو متره سړک د بیارغونې پروژه پرانستل شوه
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل ــ کندهار لویې لارې اړوند له ارغندۍ تر دراني بازاره د ٢٧ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې د پروژې پرانسته وکړه او له قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یادې پروژې کارونه په لوړ کیفیت او چټکه توګه ترسره کړي.
نوموړي د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې دغه مهمه ټرانزیټي لار به په لږ موده کې په اساسي توګه ورغول شي.
(2023 / 7 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل ــ کندهار لویې لارې اړوند له ارغندۍ تر دراني بازاره د ٢٧ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې د پروژې پرانسته وکړه او له قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د یادې پروژې کارونه په لوړ کیفیت او چټکه توګه ترسره کړي.
نوموړي د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې دغه مهمه ټرانزیټي لار به په لږ موده کې په اساسي توګه ورغول شي. نوموړي زیاته کړه، دوی ژمن دي ترڅو په هیواد کې د بیارغونې بنسټیزې پروژې پلې کړي.
اړوند موضوعات:
د یادولو ده، چې تیر کال د کابل ـ کندهار د لویې لارې بیا جوړولو پرانسته وشوه خو تراوسه یې اساسي کارونه نه دي پیل شوي.



